1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې پخوانۍ ولسمشر په مالي فساد تورن شوی

۱۳۹۷ فروردین ۲, پنجشنبه

د فرانسې پر پخوانی ولسمشر تور دی چې د ۲۰۰۷م کال ولسمشر ته د ټاکنو پرمهال یې میلیونونه یورو د لیبیا له پخواني واکمن قذافي څخه ترلاسه کړي دي. د هغه د مالي فساد په اړه رسمي څیړنې پیل شوې ده.

https://p.dw.com/p/2ulEy
Frankreich Nicolas Sarkozy
انځور: picture-alliance/AP/F. Mori

فرانسویان په دې پوهیږي چې د دوی سیاستوال چې له هرې سرچینې ممکن وي، پیسې ترلاسه کوي؛ خو دغه حقیقت چې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولا سرکوزي د لیبیا له پخواني حاکم معمر قذافي څخه پیسې ترلاسه کړي وي، له سرې کرښې د تیریدو په توګه شمیرل کیږي.

د چهارشنبې په ورځ پر پخواني ولسمشر نیکولا سرکوزي باندې د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د مالي فساد تور ولګول شو. د فرانسې قضایه قوې اوس په رسمي توګه د پخواني ولسمشر سرکوزي له لوري له قذافي څخه د ۵۰ میلیونه یورو ترلاسه کولو په موخه څیړنې پیل کړي. سرکوزي د ۲۰۰۷م ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

دا په داسې حال کې ده چې ۶۳ کلن سرکوزي بیا د فرانسې د قضايي قوې له لورې پر هغه باندې لګول شوي تورونه رد کړي، خو نوموړی د سه شنبې په ورځ پولیسو ونيو. تر نیول کیدو دوې ورځې وروسته، تر قضايې څار لاندي بیرته آزاد کړل شو.

Nicolas Sarkozy in Libyen mit Gaddafi
انځور: AP

سرکوزي له ۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۱۲م کاله پوري د فرانسې ولسمشر وو. نوموړي د خپل واک پرمهال د لیبیا له حاکم معمر قذافي څخه غوښتنه وکړه چې پاریس ته ورشي. خو په ۲۰۱۱م کال کې فرانسې او بریتانیا د لیبیايي یاغیانو د ملاتړ له پاره د ناټو ځواکونو مشري پرغاړه واخیسته چې په نتیجه کې یې د قذابي حکومت راوپرځید. قذافي د ۲۰۱۱م کال په اکتوبر میاشت کې د لیبیايي یاغیانو په لاس ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۷م کال کې د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د سرکوزي سیالې او پخوانۍ سوسیالستې سیاستوالې سګولین رویال هم د سرکوزي دغه کار په غوسه کړې ده. د چهارشنبې په ورځ نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې «د سختو شرایطو با وجود، عدالت به خپل مزل ووهي.»

میرمن رویال وړاندې لیکلي چې زه د هغو میلیونونو خلکو په اړه فکر کوم چې د دې حق لري وپوهیږي چې آیا د هغه وخت ټاکنیز رقابت منصفانه وو او که نه.

دا لومړی ځل نه دی چې د فرانسې پخوانی ولسمشر سرکوزي د ټاکنیزو مبارزو د مصارفو له امله د دې هیواد د قضایې قوې سره په تقابل کې راځي. تیرکال د دې هیواد یوه قاضي امر کړی وو چې د ۲۰۱۲م کال د ولسمشریزو ټاکنو د مبارزاتو په ترڅ کې تر حد زيات مصرف له امله محکمې ته ولاړ شي. هغه مهال د سرکوزي وکیل ویلي ول چې دوی د تجدید نظر غوښتنه کوي.

پرورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: