1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې په نيس ښار کې بريد ۸۴ انسانان وژلي

آژانسونه/ ن.ص۱۳۹۵ تیر ۲۵, جمعه

د فرانسې په نيس ښار کې د ملي جشن په ورځ د يوه لارۍ موټر په واسطه بريد لږ تر لږه ۸۴ انسانان وژلي دي. بريدګر خپله په ډزو ووژل شو. د بريد شاليد لا روښانه نه دی.

https://p.dw.com/p/1JPEa
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache

فرانسه د خپل ملي جشن په ورځ د يو سخت بريد هدف ګرځېدلی دی: د فرانسې په جنوبي ښار نيس کې يوه بريدکوونکي د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۴ انسانان د لارۍ موټر او ډزو په واسطه وژلي دي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير، بېرنارد کازنوف، په نيس کې وويل چې ۱۸ ټپيان په يو ډېر نازک روغتيايي حالت کې قرار لري. د رسنيو د راپورونو له مخې څه باندې ۱۰۰ انسانان ژوبل شوي هم دي.

بريدګر تونس الاصله فرانسوی وو

د څارنوالۍ په خبره لارۍ موټر د دوو کيلومترو په اوږدو د يوه سړک پر سر انسانان لاندي کړل کومو چې د سمندر غاړې ته د اورلوبو ننداره کوله.

ژغورونکي او پوليس د پيښي په ځای کي
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache

د فرانسې خبري اژانس عکسونه دغه لارۍ ښېي چې ښيښې يې په ډزو سورۍ شوي دي. په لارۍ موټر کې دننه د پوليسو په حواله د يوه ۳۱ کلن تونسي ټبره فرانسوي تبعه پاسپورټ موندل شوی دی.

د نيس د سيمې يوه چارواکي، کريستيان اېستروسي، وويل چې په ۱۹ ټنه وزن لرونکې لارۍ کې وسلې او لاسي بمونه هم پراته ول. يوه عيني شاهد ويلي دي چې د لارۍ چلونکي پر پوليسو باندي ډزې پيل کړې.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير، کازنوف، وويل چې پوليسو «وکولای شول په يو ډېر خطرناک حالت کې يو ترهګر له منځه يوسي.» نوموړي زياته کړه: «موږ له داسې ترهګرو سره په جنګ کې يو چې غواړي موږ خوږ کړي.»

امنيتي ځواکونه د پيښي ځای ته رسېدلي دي
انځور: Reuters/E. Gaillard

د خبريال د خولې د سترګو ليدلی حال

دغه بريد د شپې پر ۱۱ بجو د ملي ورځې په وياړ له شوو اورلوبو وروسته تر سره شو چې د ليدلو له پاره يې ګڼ شمېر خلک سره راغونډ شوي ول.

د فرانسې د خبري اژانس يو خبريال هم د «پرومېناد دېز انګلې» په نوم په دغه مشهور سړک باندي حاضر وو کله چې بريد پيل شو. د ده په خبره يوې سپينې لارۍ په ډېر سرعت سره راغونډ شوي انسانان په نخښه کړل: «موږ وليدل چې انسانان لاندي او شيان په هوا پورته شول.» له بريد وروسته ډېر مړي پراته ول چې سپين ټوکران ورباندي غوړېدلي وو.

له ژوندي پاته سوو سره مرسته
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache

د فرانسې په بهرنيو چارو وزارت کې له قربانيانو سره د مرستې ادارې د هغوی د کورنيو له پاره يوه عاجله تليفوني ليکه فعاله کړې ده.

په پاريس کې مېشتې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ سمدلاسه پلټني پيل کړي دي. تر اوسه پوري د بريدګر او د بريد د ممکنې انګېزې په اړه لا جزيات په ډاګه شوي نه دي.