1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

برلین ته د اوکراین د صدراعظم سفر او د لا ډير پوځي ملاتړ تمه

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

د اوکراین صدراعظم، دنیز شميهال، د یکشنبې په ورځ برلین ته سفر کوي. دا به د مياشتو په جریان کې د اوکراین لومړنی لوړپوړی چارواکی وي چې برلين ته رسمي سفر کوي. د معلوماتو له مخې، هغه ښايي له آلمانه د وسلو غوښتنه هم وکړي.

https://p.dw.com/p/4GOud
Ukraine Premierminister Denys Shmygal
د اوکراین صدراعظم دنیز شمیهالانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/ZUMA Wire/S. Glovny

د فرانسې خبري آژانس برلین ته د اوکراین د لومړي وزیر شمیهال سفر په اړه ليکي چې، دغه سفر د برلین او کیف تر منځ د واټن رامنځ ته کېدو وروسته د مناسباتو د ښه کیدو يوه نښه ده. د آلمان صدراعظم، اولاف شولتڅ، تر اوسه په کراتو د روسېې پوځې يرغل په مقابل کې له اوکراین څخه د قوي ملاتړ ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین پر اوکراین د روسي ځواکونو تر يرغل وروسته په لومړنيو اوونۍ کې کیف سره د آلمان مرستې ډيرې لږ او ډیرې ناوخته ښودلې وې. خو په جون میاشت کې کیف ته د اولاف شولتڅ سفر او اوکراین ته د آلماني وسلو رسيدل د کیف او برلین تر منځ سياسي لحن ته بدلون ورکړ.

د اوکراین د صدارعظم دفتر له خوا په یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې شمیهال، برلين ته تر خپل سفر دمخه آلماني رسنیو ته وويل چې «آلمان له اوکراین څخه په پوځي ملاتړ کې ډير عظيم پرمختګ کړی دی.» اما د اوکراین صدراعظم زیاته کړې چې کيف د برلین لا ډيرو مرستو ته اړتیا لرې لکه د ليوپارډ ۲ ډوله «پر مختللي جنګي ټانکونه» په څير پرمختللي وسلې.

د فرانسې خبري آژانس يکشنبه د سپتمبر ۴مه سهار په خپل رپوټ کې ويلي دې چې د آلمان صدراعظم به له خپل اوکرایني سيال څخه تر غرمې وروسته د یو لړ پوځي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وکړي. خو زياته شوې چې دنیز شمیهال به خپله د یکشنبې ورځ، سهار د آلمان له ولسمشر، فرانک شتاینمایر سره په خبرو پيل کړي.

شتاین مایر چې پخوا د آلمان د بهرنيو چارو وزير وو هم د صدراعظم شولتڅ د سوسيال دموکرات ګوند څخه دی. د آلمان سوسیال دموکرات ګوند د تاريخې لحاظه مسکو سره د نژدې اړېکو درلودلو ملاتړ کړی دی. دغه ملاتړ د «اوست پولیتيک» (Ostpolitik) سیاست څخه سرچېنه اخلي کوم چې په ۱۹۷۰ کال کې د آلمان پخواني سوسیال دموکرات صدراعظم، ويلي برنت طراحي کړی وو. د دغه سیاست هدف د پخواني شوروي اتحاد سره نژدې کېدل او مذاکرات وو.

دغه سیاسي دود د دې سبب شو چې آلمان په ابتدا کې کیف ته د وسلو لیږد رد کړي. د وسلو رد د هغه مخکيني تصمیم سره وو چې ويلې وو آلمان اوکراین ته يوازې ۵۰۰ هیلمت يا محافظتي خولۍ استوي کوم چې يو ډول تمسخر او غوسې ېې راوپارولې.

خو د شولتڅ ائتلافي حکومت چې په هغه کې د آلمان زرغون ګوند او ليبرال اف ډې پې ګوند هم شامل دي، تر هغه وروسته خپل دريځ ته چټک بدلون ورکړ. دې سره هوتيزرس توغندي ويشتونکي دستګاه او د هوا ضد توغندي د هغو وسلو په ډله کې ول چې د آلمان له لوري کيف ته ورکړل شول.

د څه باندې ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د پوځي مرستو یوه بله اضافي بسته هم په نظر کې نيول شوې ده، چې پکې د الوتکو ضد آی آر آی اس-ټي سیستم، نصب کړل شوي راکټ لانچرونه او د ډرون ضد تجهیزاتو په څير درنې وسلې شاملې دي.

د دې ټولو تر څنګ دا وخت اوکرایني عسکرو ته په آلمان کې د هوا ضد ليوپارډ ټانکونو د کارولو روزنې هم ورکول کيږي. د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ د دوشنبې په ورځ د اروپا په هکله د خپلې ېوې وینا پر مهال وويل چې هغه ويني چې آلمان د اوکراين د توپخانې او د هوا دفاعي سیستم د جوړېدو په برخه کې «ځانګړی مسئولیت» ترسره کوي.

شولتڅ د خپلو خبرو په ادامه وويل چې آلمان به «که هر څومره ډير وخت نیسي» اوکراین څخه خپل ملاتړ به جاري ساتي.

آلمان د بشري لحاظه تر اوسه پورې تقریباً يو ميلیون اوکرایني مهاجرو ته هم ځای ورکړی او شاوخوا ۱۵۵زره اوکرایني ماشومان د آلمان په ښوونځيو کې شامل شوي دي.

برلين ته د اوکراین د صدراعظم دنیز شمیهال د سفر په مخ کې د شولتڅ د ائتلافي حکومت شريک، زرغون ګوند، چې په دوديزه توګه په سوله غوښتونکي هم پيژندل کيږي، وويل چې آلمان غواړي اوکراین ته د خپلو تسلیحاتو ورکړه «تقویه» کړي.

د دغه ګوند رهبرۍ ويلي دي: «پوځي مفاهیم هيڅ کله د حل لاره نه وي، خو ځینې وخت فرصتونو له پاره دروازې پرانيزي چې دې سره کېدای شي شخړې د سیاسي نقطې له نظره د نړېوال نظم او قوانينو په رڼا کې هوارې کړل شي.» زرغون ګوند دغه مطلب په یوه طرحه کې ځای کړی چې په پام کې لري خپلې راتلونکې کنګرې ته ېې هم وړاندې کړي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.