1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د لندن د برید په تړاو اته تنه نیول شوي

۱۳۹۶ فروردین ۳, پنجشنبه

پولیسو د لندن د چهارشنبې ورځې د برید په تړاو یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې اته کسان نیول شوي. چارواکو همداراز د پیښې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر هم څلورو ته راکښته شوی.

https://p.dw.com/p/2ZoXU
Großbritannien Birmingham Razzia nach Terroranschlag in London
انځور: Reuters/E. Keogh

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد اداري لوړپوړي چارواکي مارک راولي، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «چارواکو په لندن، برمنګم او د هیواد په یو شمیر نورو سیمو شپږ ادرسونه لټولي دي.»

هغه تایید کړه چې دغه عملیات د چهارشنبې ورځې د برید کوونکي په اړه څیړنو پورې تړلي وو. د پنجشنبې په ورځ میترو پولیس وویل چې تر اوسه پورې یې د دې پیښې په تړاو اته کسان نیولي دي.

راولي زیاته کړه چې چارواکي باور لري چې برید کوونکي په یوازې سر عمل کړی دی او له نړیوالې ترهګرۍ یې الهام اخیستی وو.

پولیسو ویلي دي چې هغوی د بریدګړ هویت پیژني خو تر اوسه پورې یې د هغه نوم نه دی ښولې ځکه چې اوس هم د بریدګر د «انګیزې او تړاو» په اړه څیړنې روانې دي. راولي روښانه کړه چې اوس داسې معلومات چې د نورو ګواښونو نښانه وي، په لاس کې نه شته.

راولې همداراز د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر چې تر دې مخکې پنځه تنه ښوول شوی وو، څلورو ته راکښته کړ او ویې ویل چې په وژل شویو کې پخپله برید کوونکی هم شامل دی. پر دې سربیره د دغه چارواکي په خبره ۲۹ تنه ټپیان اوس په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د ټپیانو په ډله کې اووه داسې کسان شته چې وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون، د بي بي سي راډیو ته ویلي دي چې پولیس اوس له دې انګیرنې سره فعالیت کوي چې برید کوونکی له «اسلامي دولت ترهګرې ډلې» سره تړل وو.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته یو کس چې په موټر کې سپور وو لومړی د لندن په «ویستمنستر پله» کې خپل موټر له لارویانو سره وجنګوه او بیا یې د بریتانیا پارلمان مخې ته یو پولیس په جړې ووهه. تر دې لږ وروسته بیا برید کوونکي د پولیسو له خوا ووژل شو.

تر دې مخکې پولیسو ویلي وو چې د دې پیښې په پایله کې پنځه کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور بیا ټپیان دي.

د بریتانیا پارلمان د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خپل کار پیل کړ. د پارلمان غړو د برید د قربانیانو د درناوي له پاره یوه دقیقه چوپتیا وکړه. د برید په قربانیانو کې بریتانیاویان او فرانسویان شامل دي. د سویلي کوریا یو شمیر غړي بیا د برید له کبله ټپي شوي دي. یو چینايي او پرتګالي هم ټپي شوی دی. د رومانیا چارواکو هم د خپل هیواد د یوه تبع ټپي کیدل تایید کړي دي.