1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوگر په ازره ولسوالي کي ډله ييز بريد ۵۰ کسان وژلي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

د لوگر چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي د پوليسو پر پوستو او مرکزونو باندي د په سونو وسله والو طالبانو په يرغل کي نژدې ۵۰ کسان وژل سوي دي. دا تر هلمند وروسته د يوه بل ولايت پر يوه ولسوالۍ باندي ستر ډله ييز يرغل دی.

https://p.dw.com/p/1CSko

د لوگر د ولايتي شورا رئيس عبدالولي، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۳۰مه) ويلي دي چي نزدې ۸۰۰ وسله والو طالبانو تيره شپه د ازره ولسوالۍ پر ۷ امنیتي پوستو باندي يرغل کړی وو.

د هغه په خبره په دغه يرغل کي چي بيرته د پوليسو له خوا پرشا تمبول سوی دی، ۴۰ تنه ياغيان، ۸ پوليس او درې عسکر وژل سوي دي. د ملکي تلفاتو په اړه يې څه ويلي نه دي.

تر اوسه پوري نه وسله والو طالبانو او نه هم کومي بلي ډلي د دغه يرغل په اړه څه ويلي نه دي.

دا په داسي حال کي ده چي له نزدې يوې نيمي اوونۍ راهيسي د هلمند ولايت په څلور ولسواليو کي جنگ روان دی. د ځايي چارواکو په خبره په دغه جنگ کي چي په سونو وسله والو طالبانو برخه اخيستې ده تر اوسه پوري تر ۳۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلي دي: «په دغه جنگ کي تر اوسه پوري د ښځو او کوچنيانو په گډون ۵۰ تنه ملکيان او د امنيتي ځواک ۳۲ کسان وژل سوي دي.»

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا ويلي دي چي په دغه وسله وال يرغل کي چي د هلمند ولايت په نوزاد، سنگين، کجکي او موسی قلعه ولسواليو کي روان دی نزدې ۲۵۰ ياغيان هم وژل سوي دي.

د هلمند د روغتيايي چارواکو په خبره په لښکرگاه کي د دغه ولايت عامه روغتون ته تر اوسه پوري د دغه جنگ له کبله تر ۳۰۰ زيات ټپيان ور وستل سوي دي.

په هلمند کي هغه مهال جگړه پيل سوه چي ويل کيږي تر ۱۰۰۰ زياتو وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر سنگين ولسوالۍ باندي يرغل وکړ.

د پلان له مخي به د روان کال تر پايه پوري ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هيواد امنيتي چارو ته به افغان امنيتي ځواک په يوازي سره اوږه ورکړي.

خو يو شمېر کار پوهان په دې نظر دي چي افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه پوري د دې جوگه نه دی، چي د ټول هيواد امنيت پخپله وساتي.