1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا ساحل مخکې يوه بېړۍ ډوبه شوې

۱۴۰۱ فروردین ۲۸, یکشنبه

د ليبيا ساحل مخکې د يوې لرګيني بېړۍ په ډوبېدو سره ښايي ۳۵ کډوال مړه شوي وي. ۲۹ تنه تر اوسه لادرکه دي، خو شپږ مړي بيا له اوبو څخه راويستل شول.

https://p.dw.com/p/4A2MJ
Symbolbild I Flüchtlinge auf dem Mittelmeer
انځور له آرشيف څخهانځور: David Lohmueller/Sea-Watch/dpa/picture alliance

د کډوالۍ د نړيوال سازمان په خبره داسې ښکاري چې ۳۵ تنه کډوال د ليبيا په لويديځ کې د صبراته ښار ته څېرمه د هغوی د لرګينې بېړۍ په غرقېدو سره مړه شوي وي.

دغه پېښه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل په ۱۵مه) شوې، خو خبرونه يې اوس راوتلي دي.

شپږ تنه مړي له اوبو څخه راويستل شوي، خو ۲۹ تنه نور بيا لادرکه دي چې د ياد سازمان په خبره ښايي مړه شوي وي.

د کډوالۍ د نړيوال سازمان په حواله يوازې په دې اوونۍ کې د ليبيا د ساحل په اوږدو کې ۵۳ تنه کډوال يا مړه شوي يا لارکه اعلان شوي دي.

ليبيا د هغو افريقايي کډوالو له پاره يو تر ټولو مهم ترانزيت هېواد دی چې غواړي د مديترانې سمندر له لارې اروپا ته ولاړ شي.

د کلونو اوږدې کورنۍ جګړې له کبله په دغه هېواد کې ګډوډي او سياسي بې ثباتي حاکمه ده چې قاچاقچيان ورڅخه ګټه پورته کوي.

Karte Libyen englisch
ليبيا د افريقا په شمال کې موقعيت لري چې کډوال ورڅخه تل د مديترانې سمندر له لارې اروپا ته د سفر هڅه کوي.

په وار وار کډوال په تر حده زياتو ډکو کښتيو کې چې په سمندر کې د ګرځېدو لياقت نه لري، د ليبيا له ساحل څخه د اروپا په لور حرکت کوي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان تېر کال د مرکزي مديترانې لارې په نوم مسير په اوږدو کې له ۱۵۰۰ څخه زيات مړي او لادرکه کسان ثبت کړي دي.

دغه مسير له تونس څخه هم د کډوالو د روانېدو ارقام ارنغاړي.

آ./ن.ص./ا.ا.