1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالیې نه ورکولو په تور د «ټرمپ د سازمان» محاکمه

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

له مالیې د تیښتې له امله، د امریکا متحده ایالاتو د پخوانی ولسمشر د شرکت محاکمه پیل شوې ده. د دې محاکمې لومړی مسوولیت د بې طرفه منصفه پلاوي ټاکل دي.

https://p.dw.com/p/4IewI
USA Ex-Präsident Donald Trump
انځور: Julia Nikhinson/AP Photo/picture alliance

د ډونلډ ټرمپ پر کمپنۍ د درغلیو او مالیې د نه ورکړې په تور محاکمه د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې پیل شوه، او لومړی لوی کار یې د قضايي پلاوي ټاکل و چې دوسیه یې په بې پرې ډول وڅیړل شي.

د ټرمپ سازمان چې اوس مهال د نوموړي د مشرانو زامنو دونالد جونیر و اریک ترمپ له خوا اداره کیږي، د منهتن د څارنوالانو له خوا پرې تور لګول شوی دی چې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ م کال ترمنځ یې لوړپوړو چارواکو ته ورکړې شوې تاوان پټ کړی دی. د ټرمپ د کورنۍ سوداګرۍ سازمان او د همدې سازمان د هغه وخت مدیر الان ویزلبرګ تیر کال د منهتن څارنوالۍ له خوا تورن شوي و.

سره له دې چې په دغې دوسیه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یادونه نه ده شوې خو نوموړي دغه تورونه رد کړي دي.  د نوامبر له اتمې د کنګرې له ټاکنو مخکې په خواله رسنیو کې لیکلي وو: «د دموکرات حزب له خوا څارنه او تورونه په شدت سره روان دي. دا ځل په نیویارک کې هغه هم د مهمو منځمهالو ټاکنو پر مهال»

د قضاوت کوونکي پلاوي ټاکنه

د ۱۲ کسیز قضايي پلاوي د ټاکلو بهیر پیل شوی او د محکمې مشري یې قاضي خوان میرچان کوي. هغه وویل چې محکمه ممکن شپږ اونۍ دوام وکړي.

د ۱۳۲ احتمالي قاضیانو شاوخوا نیمایي د رسمي بحثونو دمخه منصفه پلاوی ونه ټاکه. ځینو قاضیانو له محکمې بهر رسنیو ته وویل دوئ پوهیږي چې نه شي کولی د ټرمپ اړوند محکمې په اړه منصفانه چلن وکړي.

خپله ټرمپ نه محکمه کیږي او او تمه هم نشته چې شاهدي ورکړي .

خو  د مرچین او دوسې نورو  وکیلانو هڅه وکړه چې د جمهوري غوښتونکو په وړاندې قوي احساسات لرونکي خلک له قضاوت څخه لرې وساتي.

د قاضیانو د لومړۍ ډلې بحث د سه شنبې په ورځ دوام درلود ، د هر اړخ وکیلانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د نیم ساعت لپاره پوښتنې وکړي.