1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مانوس کمپ مهاجرو سره دې روغتيايي مرستې وشي»

۱۳۹۶ آبان ۲۷, شنبه

«د استراليا طبي ټولنې» پر حکومت باندې غږ کړی دی چې په مانوس کمپ کې د سلهاو ساتل کیدونکو کډوالو د خپلواکو روغتیایي آرزونو اجازه ورکړي. دغه کمپ درې اوونۍ مخکې تړل شوی خو لا هم په کې په سلهاو مهاجر میشت دي.

https://p.dw.com/p/2nr9g
Nauru Flüchtlinge ARCHIV 2003
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa

د استرالیا د طبي ټولنې فدرالې شورا، د شنبې په ورځ د دې هیواد په پلازمینه کنبيرې، کې غونډه وکړه او د رايو په اکثريت سره یې پریکړه وکړه چې د «پاپوا نيو ګينې» په مانوس کمپ کې د ساتل کیدونکو مهاجرو د روغتيايي او هوساينې وضعيت په اړه د شفاف رپوټ ورکوونې ته اړتیا شته.

د مانوس کمپ چې د استراليا له خوا اداره کيږي درې اوونۍ مخکې په رسمي توګه وتړل شو خو لا هم په کې ميشت شاوخو ۳۰۰ مهاجر دې ته تيار نه دي چې ورڅخه ووځي او نويو مرکزونه ته وليږدول شي. دغه مهاجر ادعا کوي چې په نويو مرکزونو کې چې په خلاصو سيمو کې رغول شوي دي، د خونديتوب احساس نه کوي. هغوی په ځانګړې توګه د ځایي اوسیدونکو له احتمالي بریدونو څخه ویره لري.

د استراليا د طبي ټولنې (AMA) مشر داکتر مایکل ګانون، په حواله په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د استراليا د طبي ټولنې په دې برخه کې په عمومي او هم په خصوصي توګه خپل نظر ښوولی دی، خو په مانوس کې د مخ په خرابیدونکي او لا خطرناکه وضعیت له رامنځ ته کیدو سره، اوس فدرالي شورا په دې قوي باور ده چې [د وضعیت په اړه] بیړنیو اقداماتو او ځوابونو ته اړتیا شته.»

ګانون زياته کړې: «دا د بشري حقونو د يو خورا ځواکمن رکارډ درلودونکي ملت په توګه زموږ مسئوليت دی چې د دغو کسانو د روغتيا او هوساينې غمه وخورو او د هغوی له پاره د ژوند امن او پاک شرایط برابر کړو.»

شاوخوا ۲۰۰ کسان د شنبې په ورځ د استراليا د سيدني ښار په يوه پارک کې د مانوس کمپ و وضعیت پر ضد اعتراضونه وکړل. ملګرو ملتونو د دې کمپ شرایط یو «بشري بیړني وضعیت» دی.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې «د مهاجرو د عمل ائتلاف» یا (Refugee Action Coalition) وياند نيک ريمر، اعتراض کوونکو ته وويل، په کمپ کې پر میشتو کسانو باندې خواړه، اوبه او درمل بند شوي ترڅو هغوی د دې کمپ پریښودو ته اړ شي.

هغه ویلي: «په لومړي سر کې دغو خلکو ته زموږ د حکومت ځواب دا وو چې په ټوله کې تاسو کولای شئ له دې ځایه ولاړ شئ، او که نه تاسو په دې ځنګله کې خپل ژوند هم له لاسه ورکولی شئ.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.12.2015):