1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سږکال په افغانستان کې ۳۶ مرستندویان وژل شوي»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۰, یکشنبه

ملگري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د مرستندویه سازمانونو کار کوونکي مخ پر زیاتیدونکي توگه له خطر سرخ مخامخ دي. نوموړي سازمان په دې اړه خپله انديښنه څرگنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/1ARES
انځور: AP

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارک بودن، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۳۰) په یوه بیانیه کې ویلي دي: «زه په ځانگړې توگه د دغه بهیر په اړه ډیر اندیښمن یم، په داسې یوه وخت کې چې هیواد د انتقال د مرحلې په نیمایي کې قرار لري، چې په دغه وخت کې لا ډیرو بشري مرستو ته اړتیا ده.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ټول هیواد په کچه امنیتي مسؤلیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. مرستندویه سازمانونه چې په افغانستان کې د پرمختیايي او بیا رغاونې په چارچوکاټ کې کار کوي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امنیتي موضوع په شک او تردید کې اچولي دي. د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه د بهرنیو جنگي ځواکونو وتل پلان شوي دي.

د بودن، دغه بیانیه د نومبر په میاشت کې په دوو جلا جلا پیښو کې د نهه مرستندویه کارکوونکو د وژل کیدو وروسته خپره شوې ده.

د مرستندوه کارکوونکو د امنیتي معلوماتو پر اساس د روان کال د پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ۷۳ تنه مرستندویان وژل شوي، تښتول شوي او یا ټپیان شوي دي. دا د ۲۰۱۲م کال څخه زیات شمیر دی. همدا شان له ۱۹۹۷م کال راهیسې دا تر ټولو لوی میزان جوړوي، له کله راهیسې چې دغه سازمان د ارقامو په راټولو پیل کړی دی.

د نومبر د میاشتې په ۲۶مه نیټه د افغانستان په شمال کې درې مرستندویه کارکوونکي د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې له منځه ولاړل. په دوهمه پیښه کې چې د نومبر د میاشتې پر ۲۷مه نیټه رامنځ ته شوه، د (اکتید) په نامه د یوې فرانسوې موسسې شپږ تنه کارکوونکي، دافغانستان په لویدیځ کې د وسلوالو کسانو په یوه کمين کې ووژل شول.

د ملگرو ملتونو د وینا له مخې په افغانستان کې په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې ۳۶ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي. ملگرو ملتونو په دې برخه کې مقایسوي ارقام نه دي وړاندې کړي، خو وایي چې روان وضعیت په افغانستان کې د خطر د ډیریدو سبب گرځي.