1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرستو کاروان د سوریې کلابندو ښارونو ته ورسید

۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو کاروان د سوریې په کلابندو ښارونو کې نزدې ۱۰۰ زره انسانانو ته مرستې رسولي. د ملگرو ملتونو له خوا د سولې د پلان شوو مذاکراتو تر مخه بشري مرستو ته اجازه ورکول د جگړې ښکیلو اړخونو ته یو ازمیښت دی.

https://p.dw.com/p/1HxQC
Syrien Hilfskonvoi Roter Halbmond
انځور: Syrian Arab Red Crescent via Reuters

د مرستندویه توکو لارۍ چې پکښې غنم، ډیر انرژي درلودونکي خواړه او دارو درمل بار وو د چهارشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنې دمشق ته څیرمه کلابندو شوو ښارونو معظمیه، مضایا او زبدانې ته ورسیدې.

د دغه خوراکي توکو انتقال د هغې توافق یوه برخه ده چې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب رامنځ ته شوې ده چې په عین وخت کې په ادلب ولایت کې دوو شیعه مېشتو سیمو فوا او کفریا ته پکښې د مرستو رسول هم شامل دي. دغه سیمي د پاڅون کوونکو تر ولکې لاندې دي.

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دي میستورا ویلي دي چې د بشري مرستو دغه انتقال د جگړې د ښکیلو اړخونو له پاره «له دښمنیو څخه د لاس اخیستو» د توافقنامې تر مخه یوه ازموینه ده چې نړیوالو قدرتونو پرې په مونشن کې توافق کړی وو.

په پام کې ده چې د سوریې د اپوزیسیون او د رژیم د استازو تر منځ د فبروري میاشتې په ۲۵مه نېټه د ځنډیدلو خبرو اترو د پیلیدو تر مخه د جمعې له ورځې څخه یو اوربند نافذ شي. دا لومړی وار نه دی چې د سوریې کلابندو شوو سیمو ته دې مرستې رسیدلي وي، خو په مونشن کې د توافق د رامنځ ته کیدو وروسته البته لومړی وار دی چې دغه ډول مرستې رسیږي.

د سوریې په هکله له تیرو مذاکراتو څخه ځکه اپوزیسیون ووت چې کلابندو شوو سیمو ته یې د مرستندویه توکو د اجازې ورکولو غوښتنه کوله. له دغه ځای څخه د انسانانو د لوږې او خوارځواکۍ په هکله رپوټونه ورکول کیږي.

د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې په ۱۵ ښارونو کې نیم میلیون انسانان د حکومت، پاڅون کوونکو او افراطي ډلې «اسلامي دولت» له لوري کلابند دي. ملگري ملتونه پرته له کوم محدودیت څخه ټولو کلابند شوو ښارونو ته د لاس رسي غوښتنه کوي.

په دغو مرستندویه توکو کې درمل، غم، انرژي لرونکي خواړه
په دغو مرستندویه توکو کې درمل، غم، انرژي لرونکي خواړهانځور: picture-alliance/AP Photo

د سوریې د جگړې د ختمیدو او د سولې د خبرو اترو د پیلیدو له پاره سترې دیپلوماتیکي هڅې تیر کال پیل شوې وې، خو داسې د پام وړ لاس ته رواړنه یې نه درلوده. خو تیره اوونۍ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې په دغه پروسه کې تحرک رامنځ ته شو.

په تیرو اوونیو کې د سوریې رژیم او د هغې متحدو شیعه ملیشو چې د روسیې له هوايي ملاتړ څخه برخمنې دي، په سترو تعرضي عملیاتو پیل کړی دی او د حلب شا او خوا یې ډیره سیمه بیرته نیولې ده.

دغو عملیاتو پاڅون کوونکي ضعیفه کړي دي او په زرونو کسان یې دې ته اړ کړي دي چې د سوریې پولې ته وتښتي. دا کار له حلب ښار او د دغه هیواد له شمال څخه په ډله ییزه توگه د سترې څپې د رامنځ ته کیدو په هکله انديښنې راپارولي دي. په عین وخت کې پاڅون کوونکي د دغه هیواد په سویل کې د بشارالاسد د ځواکونو او د روسیې د هوایي ځواک له لوري تر بریدونو لاندې نیول شوي دي.

د حلب په شمال کې د امریکا تر ملاتړ لاندې سوریايي دیموکراتیک ځواک چې سوریایي کردان او عربي متحد ځواکونه دي، د یاغیانو له کمزورتیا او د روسیې له هوایي بمباریو څخه گټه اخیستې ده. هغوی د ترکیې پولې ته څیرمه د مهمې ستراتيژیکي سیمي پر لور پرمختگ کړی دی.

ترکیه چې د کردانو له پرمختگ څخه په انديښنه کې د هغوی مورچلې د توپخانې تر بریدونو لاندې نیولي او د کردانو د نفوذ د پراخیدو د مخنیوي هوډ یې څرگند کړی دی. ترکیه د سوریې د پاڅون کوونکو له سترو ملاتړو څخه شمیرل کیږي، کوم چې په وروستي وخت کې د جگړې په ډگر کې کمزوري شوي دي.

د پاڅون کوونکو د کمزوري کیدو، د کردانو د عملیاتو او د کډوالو د سترې څپې ته په غبرگون کې ترکیې په سوریه کې د یو امن لرونکي سیمې د رامنځ ته کولو او د ځمکنۍ پوځي مداخلې وړاندیز کړی دی.