1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملالي یوسفزۍ عملیات بریالي تير سول

۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبه

پاکستاني ډاکترانو په بریالۍ توگه د ملالي یوسفزۍ عملیات پای ته رسولي دي. دغه ۱۴ نجلۍ د طالبانو له خوا پر سر او غاړه ویشتل شوې وه. هغې د طالبانو پر بریدونو باندې نیوکې کولې.

https://p.dw.com/p/16N9k
انځور: picture-alliance/dpa

د ملالي یوسفزۍ عملیات د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د پیښور په یوه روغتون کې تر سره شول. تر عملیات وروسته ډاکترانو اعلان وکړه چې په دې بریالي شوي دي چې د ملالي له بدن څخه مرمۍ راوباسي.

ډاکتر ممتاز خان، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه لا تر اوسه پورې بې سده ده او د جدي مراقبت په څانگه کې ساتل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه پاکستان او امریکا پر ملالي یوسفزۍ باندي برید په کلکه غندلی وو. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند، د سه شنبې په ورځ پر یوسفزۍ باند برید وغانده. د دغه برید په پایله کې د هغې دوې تنې ملگري کلکې ټپیانې شوي.

نولاند ویلي وو: «له ماشومانو سره تاوتریخوالۍ یو وحشیانه او د بې غیرتۍ عمل دئ. موږ له هغې، هغو نورو کسانو سره چې په دې پېښه کې ټپیانې شوې دي او د هغوی له کورنۍ سره همدردي لرو.»

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، هم دغه پېښه په کلکه غندلې ده او ویلي ئې دي چې له دې سره به له تاوتریخوالي سره د پاکستان مبارزه او د ښځو د زده کړې له پاره د هغه د حکومت کار زیانمن نه شي.

پولیسو ویلي دي چې یوسفزۍ هغه وخت پر سر او غاړه وويشتلش شوه، چي یاغیانو د سوات په دره کې پر هغه موټر باندي ډزي وکړې چې یوسفزۍ پکښې سپره وه.

پاکستاني طالبانو پر یوسفزۍ باندي د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې دا کار ئې ځکه کړی دئ چې هغې د طالبانو پر بریدونو باندي نیوکې کولې او د نجونو د زده کړي له پاره ئې کمپاین کاوه.

په پاکستان کې د طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان، ویلي دي: «دې نجلۍ پر طالبانو او جهاد باندي نیوکي کولې نو له همدې کبله موږ ورباندي برید وکړ. دا د هغو ټولو له پاره یو کواښ دئ چې غواړي د هغې پر پلونو قدم کیږدي او زموږ پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.»

د طالبانو دې ویاند زیاته کړې ده چې طالبانو څو ځلې دې نجلۍ ته گواښ کړی وو چې له بهرنیو موسسو سره خپله همکاري بنده کړي او د «اسلام په لاره برابره شي.»

یوسفزۍ په ۲۰۰۹ کال کې هغه وخت ډیره مشهوره شوه چې د طالبانو پر بریدونو او په سوات کې د هغوی له خوا د ښوونځیو پر بندولو ئې نیوکې وکړې. تیر کال د پاکستان حکومت هغې ته د سولې جایزه ورکړې وه. ملاله یوسفزۍ همداراز د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته هم نومول شوې ده.

مسعود جهش (د المان خبري آژانس، د فرانسې خبري آژانس، رویترز)
کتونکی: نجیب الله زیارمل