1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. په عمومي غونډه کي 121 ولسمشران او لومړي وزيران برخه اخلي

۱۳۹۰ شهریور ۲۶, شنبه

په غونډه کي 121 ولسمشران او لومړي وزيران ونډه اخلي. په دغه غونډه کي به د تره گرۍ، منځني ختيځ، عربي نړۍ، ناروغيو، اقتصادي بحران او د اټومي تړون پر موضوعاتو بحثونه وسي. غونډه د سپتامبر په 13 مه نېته پېل سوې ده.

https://p.dw.com/p/12bDw
آرشیف انڅور
آرشیف انڅورانځور: AP

د ملگرو ملتونو عمومي شورا هر کال د سپتامبر په مياشته کي جوړيږي چي پکښي توله غړي هيوادونه گډون کوي. دغه غونډه چي د متحده ايالتونو په نيويارک کي د ملگرو ملتونو په مرکزي مقر کي تر سره کيږي په هره ناسته کي د غړو هيوادونو د يو څخه تر پنځو استازو پوري د گډون اجازه لري.

د ملگرو ملتونو سږنۍ عمومي غونډه پداسي حال کي جوړيږي چي د سپتامبر د يولسمې د پيښي لسمه کليزه څو ورځي تر مخه لمانځل سوې ده. د دغې عمومي غونډي آجندا يا د هغو موضوعاتو ليکلړ چي ورباندي بحثونه کيږي د مياشتو تر مخه لا ټاکل سوي وي. د دغو پلانونو له مخي په سږنۍ غونډه کي تر نورو ټولو موضوعاتو د تره گرۍ و موضوع ته زيات بحثونه په پام کي نيول سوي ول.

خو ښايي پدغو پلانونو کي اوس زيات تغيرات راسي ولي چي د جمعې په ورځ د فلسطين ولسمشر محمود عباس خپله پرېکړه اعلان کړه چي په ملگرو ملتونو کي به د يوه مستقل هيواد په توگه د غړيتوب تر لاسه کولو عارضه وړاندي کړي. عباس په خپله عارضه کي د يوه داسي فلسطيني رياست د په رسميت پېژندلو غوښتنه کوي چي د 1967 م مېلادي کال تر مخه پولي ولري. پدې توگه ښايي دغه موضوع د تره گرۍ تر موضوع زيات اهميت خپل کړي.

د ملگرو ملتونو په عمومي شورا کي فلسطين د خپلې غوښتنې لپاره اکثريت راېي لري خو د هغه څخه تر مخه بايد دغه غوښتنه د امنيت په شورا کي ومنل سي. هغه پداسي حال کي چي د امريکا متحده ايالتونو تر مخه لا ويلي دي چي د امنيت په شورا کي به د دغسي يوې عارضې پر ضد خپل د وېټو حق وکاروي. امريکا پدې موضوع کي د اسرائيل ملاتړ کوي چي وايي دا ډول يو جانبه اقدام د ستونزې هواری نسي کېدلای.

د امريکا لخوا د وېټو د استعمال وروسته به فلسطين ته يوازنۍ لاره دا پاته وي چي په عمومي غونډه کي د م.م. د يوه څارونکي په توگه غړيتوب وغواړي چي داسي غړي د رايه اچولو حق نه لري.

دا پداسي حال کي ده چي د امريکا ولسمشر د تېر کال په عمومي غونډه کي فلسطين ته مستقل هيواد په توگه په رسميت د پېژندل کېدو هيلي ورپيدا کړي وې. خو اوس تر خپلې هغه پخوانی خبري تېر سوی دی. اوباما هغه وخت ويلي ول:

« راتلونکی کال ښايي فلسطين پر دغه ځای د يوه خپلواک رياست په توگه په رسميت وپېژندل سي.»

د چهار شنبې په ورځ به د برازيل ولسمشره ديلما روسېف د غونډي د سياسي بحثونو په لړۍ پېل وکړي چي ورپسې به د ايالتونو ولسمشر باراک اوباما خپله وينا واوروي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون له وړاندي لا ويل ول چي د سپتامبر د يوولسمي پيښي څخه لس کاله وروسته لا د تره گرۍ موضوع نده حل سوې. پدې توگه سره نوموړي مخ له وړاندي لا په عمومي غونډه کي د تره گرۍ و موضوع ته زيات اهميت بخښلی دی.

د رسمي غونډو تر څنگ به يو شمېر کانفرانسونه او د مشرانو تر منځ څو اړخيزه خبري اتري او ليدنې کتنې هم تر سره سي. پدې ترځ کي به ترکيه او امريکا د تره گرۍ پر ضد د يوه فورم کوربه توب هم په غاړه ولري چي پکښي د يو شمېر مسلمانو هيوادونو مشران هم گډون کوي.

د دې تر څنگ به د چاپيريال ساتنې، د ناروغيو او د اقتصادي موضوعاتو پر سر هم په عمومي غونډه کي او د غونډې تر څنگ بحثونه وسي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش