1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د آلماني ژبي زده کړه

«د مهاجرو ماشومان په زده کړو کې کمزوري دي»

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د یوې نوي څیړنې پایلې ښيي چې د مهاجرت پسمنظر لرونکي زده کوونکي د پخوا په شان ښه تنایج نه ترلاسه کوي. تر نیمایې د ډیرو دا ډول ۱۵ کلنو ماشومانو د زده کړې توان او نتایج کمزوري دي.

https://p.dw.com/p/2ucRO
Deutschland Flüchtlingskinder in einer Schule in Duisburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

د اقتصادي او پرمختیایې همکاریو سازمان د څیړنې پايلې ښيي چې د مهاجرت پسمنظر لرونکي زده کونکي د آلمان په ښوونځیو کې په درسونو او د آزموینو په تنایجو کې تر اوسه پوري ډیري ستونزي لري.

د دغې څیړنې پر بنسټ چې پایلې یې د دوشنبې په ورځ خپرې شوي دي، دغه ماشومان تر آلماني کوچنيانو دونيم برابره زياتي ستونزي لري.

د اقتصادي او پرمختیایې همکاریو سازمان د مهاجرت پسمنظر لرونکو زده کوونکو د کمزورۍ یا په اصطلاح وروسته پاتوالي یو دليل هم دا بیانوي چې د دغو ماشومانو د مور پلار د زده کړو کچه ټیټه او تر کمزوري اقتصادي او ټولنیزو شرایطو لاندي لویان کیږي.

یو بل دليل هم کیدای شي چي آلماني ژبه وي. د دې څیړڼې پر بنسټ شاوخوا ۸۰ سلنه د لومړي نسل مهاجر په خپلو کورنو کې پخپله مورنۍ ژبه خبري کوي، یا په بل عبارت په هغه ژبه [آلماني] خبرې نه کوي، چې دغه زده کوونکي پرې په ښوونځي کې زده کړې کوي.

د دغې څیړنې پر بنسټ د مهاجرو ماشومان په ښوونځیو کې ځان له نورو جلا احساسوي. دوی په ښوونځیو کې د خپلو اندیښنو په هکله ډیر شکایت کوي او په مجموع کې د آلمانانو د ماشومانو په پرتله له خپل ژوند څخه لږ راضي دي.

د اقتصادي او پرمختیایې همکاریو سازمان لیکلي دي چې په آلمان کې تر یو پر څلورمه برخه ډیر ماشومان د مهاجرت ريښه لري. په آلمان کې د مهاجرت پسمنظر لرونکو زده کوونکو شاوخوا نیمایې، په دویم نسل مهاجرو پوري اړه لري. دا په دې معنی چې دا نسل یا دا ماشومان په آلمان کې زیږیدلي دي، خو مور او پلار یې بیا په نورو هیوادونو کې زیږیدلي دي او د مهاجر په توګه آلمان ته راغلي دي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: