1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په اړه د اروپایي ټولنې غونډه بې نتیجې وه

۱۳۹۷ تیر ۴, دوشنبه

هر يو پر خپل دريځ کلک ولاړ دی. د اروپايي ټولنې د غړيو هيوادونو ترمنځ ډير نزدوالی نه ليدل کيږي. خو د آلمان صدراعظمه د مهاجرو په هلکه بايد ژر يوه توافق ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/30DYs
Berlin Kanzlerin Merkel
انځور: Reuters/H. Hanschke

د اروپايي ټولنې د ۱۶ هيوادونو او دولتونو مشرانو په بروکسل کې د «مهاجرت په کاري ډلو کې» تر څلور ساعته غير رسمي سلا مشورو وروسته بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شول، بې له دې چې په دريځونو کې یې کوم تغير وليدل شي.

د آلمان صدراعظمې انگيلا ميرکل، تر غونډي وروسته د کامرو مخې ته په راڅرگنديدو سره وويل: «ډيرو ښه نيت وښود.» خو هغې په عين حال کې وويل: «موږ به متاسفانه د پنجشنبې او جمعې په ورځو د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې هم د «مهاجرت ستونزي ټولنیز حل» ته ونه رسيږو. له همدې امله به دوه يا درې اړخيزه مشورې گټوري وي او موږ به يو له بل سره مرسته وکولای شو. او د دې پر ځای چې تل ټولو ۲۸ غړيو هيوادونو ته انتظار وباسو په دې هلکه بايد فکر وکړو چې د چا له پاره څه مهم دي.»

خو د دوو اړخیزو توافقونو په ترڅ کې د مثال په توگه له ايټاليا او يا اتريش سره د آلمان په ائتلافي حکومت کې د شريک مسيحي سوسيال گوند د دې غوښتنې په اړه چې پناه غوښتونکي له سرحده بايد بيرته ستانه شي، هيڅ خبرې نه دي شوي.

د دې مشورتي غونډې گډونوالو وويل چې نوي سلنه وخت د اروپا د بهرنيو پولو د لا خوندي کولو او له ليبيا څخه ايټاليا ته د راتلونکو مهاجرو د مخنيوي په موخه د سمندري لارو د بندونو په اړه په مشورو تير شو. همدا راز د اروپا د پولو د ساتني ادارې «فرونتکس» پر قوي کولو چې اوسمهال په يوازي سر پولې نه شي کنترولولای، هم خبري وشوې.

د آلمان صدراعظمې د دې ادارې د ماموریت د بڼې د بدلون غوښتنه وکړه. د مالتا لومړي وزیر جوسف موسکات، بيا پر پولو د «عملياتي بدلون» د رامنځته کولو خبره وکړه خو په دې اړه يې نور جزيات په ډاگه نه کړل. خو مسکات په غير مستقيمه توگه واضح کړه چې په دې اړه نزدې والی ونه ليدل شو.

د ايټاليا له خوا د سهميې پر اساس پر ويش ټينگار

د ايټاليا صدراعظم جوسيپه کونته، چې د ښي اړخه عوامپال گوند غړی دی، خپل لس ـ ټکي پلان وستايه. ايټاليا غواړي بې له هغو مهاجرو چې د ايټاليا ساحلي پوليسو او يا سمندري ځواکونو ژغورلي وي او يا نيول شوي وي، نور هيڅ پناه غوښتونکي هيواد ته پرې نه ږدي. هغه زياته کړه: «د دې وړانديز هدف دا دی چې د دبلين د مقرراتو ځای نور مقررات ونیسي. دا کار نه ورکوي چې موږ داسې يو منطق تعقيب کړو چې يوازې په بيړنيو حالاتو کې کار ورکوي.»

EU-Minigipfel
د بروکسل غونډه که څه هم چې ډيره کاميابه نه وه خو ميرکل وويل گډونوالو خپل ښه نيت وښودانځور: picture alliance/AP Photo/Y. Herman

د دبلين د مقرراتو پر اساس هغه هيواد چې مهاجر ورته لومړی رسیدلی وي، د پناه پر دوسیې یې بايد کار وکړي. کونته غواړي دا په بشپړه توگه تغير کړي. هغه وايي چې مهاجر او پناه غوښتونکي د ايټاليا له سواحلو او بندرونو څخه نېغ په نيغه د سهميې پر اساس د اروپايي ټولني پر نورو غړيو هیوادونو وويشل شي. د هغه په خبره يوازې ايټاليا نه، بلکې ټوله اروپا مسئوليت لري. خو د سهمېې پر اساس ويش په تیره بيا د منځنۍ او شرقي اروپا دولتونه نه مني. اتريش هم له دغه ډول ويش سره مخالفت لري.

له همدې امله د يونان د لومړي وزیر اليکسس سيپراس، له نظره د ايټاليا دا وړاندیز کوم نوي څه نه دي. يونان هم د دبلين تړون پر اساس د مهاجرو د منلو مکلفيت لري. د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو په ۲۰۱۵م کال کې د ايټاليا او يونان د بار د سپکولو له پاره د سهميې مقررات منلي ول. خو تر اوسه په بشپړه توگه عملي شوي نه دي، که څه هم چې د اروپايي ټولنې د محکمې له خوا تائيد شوي هم دي.

د سهميې د مقرراتو دوو سرسختو مخالفو پولند او هنگري د يکشنبې په ورځ  د بروکسل په دې مشورتي غونډه کې برخه هم نه وه اخيستې.

ميرکل هلو ځلو ته دوام ورکړی

صدراعظمې ميرکل اعلان وکړ چې غواړي د اروپايي ټولنې تر سرمشریزې پورې د دوو اړخيزو او درې اړخيرو تړونو په هلکه خبرې اترې وکړي. دا چې له چا سره او پر څه، هغې يې په اړه څه ونه ويل. د لوکزامبورگ لومړي وزیر دا خبره رد کړه چې گني د بروکسل دا غونډه د دې له پاره جوړه شوې وه چې ميرکل ته د کورنيو چارو د خپل وزير هورست زيهوفر، سره د لانجې په ترڅ کې يوه څه وخت ورکړل شي.

هغه وويل چې د دې غونډې هدف د راتلونکي له پاره په اروپا کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د سياست په برخه کې د يوه شريک حل موندل دي. هغه زياته کړه چې موږ وينو چې کله د مهاجرو يوه ستره څپه راشي نو موږ ورته په سمه توگه چمتو نه يوو او دا په دې پورې هيڅ اړه نه لري چې میرمن میرکل به راتلونکې اوونۍ د آلمان صدراعظمه وي او که نه.

د فرانسې ولسمشر ايمانویل مکرون، د اروپايي ټولنې د ډيرو ديپلوماتانو د اټکلونو پر اساس تر دې غونډې وروسته د ميرکل يوازينی متحد دی. هغه هم د غير قانوني مهاجرو پر مخ د لیبيا او ايټاليا ترمنځ د سمندري لاري د بندولو غوښتنه کوي.

مکرون ټينگار وکړ چې له ليبيا سره بايد ښه همکاري وشي. نوموړي لکه د هسپانيا د کورنيو چارو د وزیر پيدرو سانچس په څير د هغو پناه غوښتونکو يادونه وکړه چې په اړه یې پريکړه بايد وشي چې د پنا چانس لري او که نه او په دې اړه هم چې د هغوی له پاره کمپونه په شمالي افریقا کې او که په اروپا کې جوړ کړل شي. په دې اړه د نظر اختلاف موجود دی.

يوازې دا خبره څرگنده ده چې دا ډول کمپونه به هم د اتريش او آلمان له سرحده د مهاجرو بيرته ليږد د شخړې، لکه د آلمان مسيحي سوسيال گوند چې یې غوښتنه کوي، يو مناسب لنډمهاله حل نه وي.

Bernd Riegert (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: