1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت ژوند په آلمان کي ـ لومړۍ برخه: رارسېدنه

۱۳۹۶ خرداد ۲۱, یکشنبه

مهاجر د بالکان لارو په ډکو کشتيو يا موقتي سالونونو کې: دغو انځورونو په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرت کړکيچ تر زياتې کچې اغیزمن کړ. دويچه ويله په مختلفو برخو کې دا پوښتنه مطرح کړې ده چې دغه مهاجر اوس په څه وضعيت کې قرار لري؟

https://p.dw.com/p/2eT9k
Sonderzüge mit 900 Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

علي الرباعي، داسې احساس کوي چې په يو کتار کې د انتظار په حال کې ولاړ وي. دغه ۳۳ کلن عراقی مهاجر خپل يو ځوان ورور سره آلمان ته راغلی دی. هغه په عراق کې نانوايي لرله. علي نه يوازې، بد امنيتي وضعيت دې ته اړ کړ چې آلمان ته مهاجر شي، بلکه څرنګه چې خپله وايي د مافيا لخوا هم تر سختو ګواښونو لاندې وو.

علي له شاوخوا يو کال راپديخوا د آلمان په بن ښار کې ژوند کوي. د هغه د اقامي وضعيت ناڅرګند دی، ځکه د پناه غوښتنه يې رد شوې ده. علي اوس ځانته يو د مدافع وکيل نيولی او هيله مند دی چې په دې کار سره به د قبولۍ چانس ترلاسه کړي. هغه غواړي له خپل ورور سره په يو شخصي کور کې ژوند وکړي او د يوه رستورانټ په لرلو پیسې وګټي. خو هغه دغه مقصد ته تر رسيدو، اوږود او سخت مزل په مخ کې لري.

په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱ اعشاريه ۲ ميليونه مهاجر آلمان ته راغلل تر څو په دغه هيواد کې د پناه غوښتنه وکړي. له هغه وخته راپديخوا « تيښته او مهاجرت» په رسنيو کې يوه له تودو موضوع ګانو څخه ګرځيدلې ده. خو دا لمړنی ځل ندی چې په يو معين کم وخت کې ډير شمير انسانان آلمان ته مهاجر شوي وي: په ۱۹۹۰ميلادي کال کې په سلونو زره انسانان آلمان ته راغلل چې تر ټولو زيات يې د پخواني کثيرالملته هيواد يوګوسلاويا څخه ول.

دا خبره لا روښانه نده چې په تيرو دوو کلونو کې آلمان ته راغلي مهاجر به تر څه وخته په دغه هيواد کې پاتې کيږي. اکثره دغه مهاجر د هغو هيوادونو دي چې احتمالا راتلونکو کلونو کې به هم هلته کورنۍ جکړي او بې ثباته امنيتي وضعيت ادامه ولري. د دغو مهاجرو ادغام د ټولې آلماني ټولنې لپاره يوه اړينه موضوع ده.

د ۲۰۱۵ کال په مني کې د مهاجرو لپاره د هستوګنځايونو برابرول او د هغو اداري کارونو ته رسيدګي، يوه له اساسي او مهمو مسئلو څخه وه. خو اوس خبره په دې کې ده تر څو په آلمان کې د دغو مهاجرو نوی ژوند د امکان تر حده په بريا سره شکل ونسي. په همدې اساس دويچه ويلې په دې اړه يو لړ مهمو مسئلو ته پام اړولی دی: دغه انسانان له کوم ځایه راځي؟ څه شمير مهاجرو ځانته کارونه پيدا کړي دي؟ د هغو د ماشومانو د ښوونځي ورځنی وضعيت په څه حالت کې قرار لري؟

آلمان ته رسيدل

آلمان کې د مهاجرو شمير ته په کتو دا روښانه کيږي: مثلا د مهاجرو اکثريت سوريايي ندی، بلکه اروپايي دي. د فدرالي آلمان ادارې لخوا د وړاندې کړل شويو ارقامو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱ اعشاريه ۲ ميليونه انسانان آلمان ته راغلل. شاوخوا ۴۵ سلنه د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو او ۱۳ سلنه د نورو اروپايي هيوادونو څخه راغلل. تر ټولو زيات د اروپايي اتحاديي سويلي بحران ځپلو هيوادونو اوسيدونکي آلمان ته راغلل تر څو دلته ځانته کارونه پيدا کړي.

خو د دې ترڅنګ آلمان ته نور انسانان هم د پناه غوښتنې لپاره راغلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې په دغه هيواد کې ۴۷۶ زره انسانانو د پناه غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کال دغه رقم ۷۴۵ زرو ته پورته شو. خو په روان کال کې نويو راتلونکو مهاجرو شمير په واضح ډول ښکته شو. يوازې د ۲۰۱۷ کال تر اپريل مياشتې، ۷۶ زرو انسانانو د پناه غوښتنې ورکړي دي. دغه شميره د تير کال په پرتله ډیره ښکته ده.

د آلمان حکومت د څرګندونو پر اساس، دغه کموالی د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د تړون او د بالکان لارو د بنديدا سره ارتباط لري. خو د آلمان مهاجرت ادارې ته د پناه غوښتنې شاوخوا ۳۴۰ زره درخواستونه ورکړل شوي دي چې په اړه يې لا تصميم ندی نيول شوی. دغه رقم به د مهاجر پر ټوليز شمير کې خپل اغيز ولري.

د هر هيواد د مهاجرو د قبولۍ په ميزان کې توپير

په ۲۰۱۶ کال کې ګڼ شمير مهاجر له سوريې څخه آلمان ته راغلل. د مهاجرو دويمه لويه برخه افغانستان او عراق هيوادونه تشکيلوي. د دوي د قبولۍ ميزان هم له يو بله توپير لري. سوريايي مهاجر تر ډیره حده منل کيږي، خو ورسره جوخت د بيلګې په توګه افغان مهاجر بيا د رد ځوابونه ترلاسه کوي. دا په داسې حال کې کيږي چې د آلمان اکثره اپوزيسيون سياستوال او د کارو چاروپوهان وايي چې افغانستان امنيتي وضعيت خراب دی. په دې اساس بايد سم نيماي افغان مهاجر پناه ترلاسه کړي.

د آلمان د مهاجرو څخه د ملاتړ اداره «پرو ازول» د رپوټ له مخې، يو دريمه برخه د مهاجرو ښځينه دي چې پر همدې   دليل د دغې ادارې په آند دا درسته نده چې تقریبا يوازې « مجرد نارينه ځوانان» دې له خپلو هيوادونو څخه وتښتي.

په اصل کې پناه غوښتونکی هغه چا ته ويل کيږي چې واقعا هم پناه ترلاسه کوي. خو هر پناه غوښتونکی هم نشي کولای د پناهندګۍ له حق څخه برخمن شي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت پر اساس، د دغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه چې اوس آلمان کې ژوند کوي ۵۴ زره يې اخراجيږي. شاوخوا ۱۵۳ زرو نورو موقتي اقامې ترلاسه کړي دي، په دې مانا چې د هغوی اخراج ځنډول شوی دی. دغه کسان دې پر دې فکر وکړي چې بايد وروسته له څو مياشتو له آلمان څخه ووځي.

د شاوخوا نيم ميليون پناه غوښتونکو دوسيې تر کار لاندې دي، دوي نه پوهيږي چې آيا په آلمان کې به د پاته کيدو اجازه ترلاسه کړي او یا دا چې له دغه هيواده وتلو ته به اړ ويستل شي.

د آلمان د اساسي قانون پر اساس، د مهاجرو په برخه کې د ژينو کنوانسيون د جګړه ځپلو هيوادونو شاوخوا ۶۰۰ زره مهاجرو ته د پناه حق لري. د دغو انسانانو لپاره اوس په آلمان کې يو نوی ژوند پيليږي.د مهاجرت ژوند په آلمان کي ـ دويمه برخه: د ژبي زدکړه

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2016):