1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميرکل بيا واکمني

۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبه

په آلمان کي انگلا ميرکل صدراعظمه پاتيږي. خو پوښتنه دا ده چي له چا سره به ائتلافي حکومت جوړوي؟ سوسيال ديموکراتان غواړي اپوزيسيون و اوسي، داسي ښکاري چي تور-ژر- زرغون ائتلاف به جوړ سي.

https://p.dw.com/p/2kd9d
Bundestagswahl | CDU Merkel
انځور: imago/S. Zeitz

د آلمان د پارلماني ټاکنو پايلي د ميرکل له پاره يو ياداښت دی. د هغې اتحاد په ۳۲ سلنه رای ترلاسه کولو سره د ۲۰۱۳م کال د ټاکنو په پرتله نژدې لس سلنه رای له لاس ورکړي او په نوي پارلمان کي به د پنځو گوندو پر ځای د شپږو گوندونو استازي وي. سیاسي سيالۍ وده کړې. د آلمان له پاره بديل گوند (AFD) د دريم گټونکو گوند په توگه پارلمان ته لار وموندله چي انگلا ميرکل ته به يو نوی چلينج وي. خو د دغي شپې خاطره به پاته وه چي: انگلا ميرکل ئې بايلای سي، خو بیا به هم حکومت کوي.

د تور-ژړ-زرغون ائتلاف امکان

د آلمان په پارلماني ټاکنو کي سياسي زلزله ونه سوه. لکه څرنگه چي ئې تمه کېده چي د آلمان له پاره بديل گوند به پارلمان ته لار ومومي او سوسيال ديموکراتان به لږ رايي ترلاسه کړي، هماغسي وسوله. خو پارلمان ته د آزاد ديموکراتانو بيرته ورتگ د انگلا ميرکل د نوي حکومت جوړولو له پاره يو بل چانس دئ. د حساب له مخي کيدای سي چي اتحادي گوندونه، آزاد ديموکراتان او زرغون گوند يو ائتلافي حکومت جوړ کړي. دا به يو نوی سياسي ډگر وي. خو ائتلاف جوړول به ډير وخت ونيسي.

نور به نو همداسي پاته سي: آلمان به تر دغو ټاکنو وروسته هم همداسي پاته سي لکه مخکي چي په سياسي، ټولنيز او اقتصادي ارام ډگر کي پاته وو. خو تلوسه بل ځای ده، لکه په ترکيه کي اردوغان، په امريکا کي ترمپ، په روسيه کي پوتين او له اروپايي ټولني څخه د بريتانيا وتل. په نورو برخو کي له د تروريزم او پوپوليستانو له پرمختگه هم ډار ډير دی. خو په آلمان کي کراري ده. د آلمان پارلماني ټاکني د رواني ازمويني په شان دي.

د ميرکل څلورمه دوره

اوس به نو ميرکل څلورمه دوره صدراعظمي کوي- که ئې تر پايه ورسوله. خو هغه يوه دنده پيژندونکې انسانه ده، هغه څه چي پيلوي تر پايه ئې رسوي. خو څرنگه؟

هغه لومړۍ ښځه ده چي په آلمان کي صدراعظمۍ ته رسيږي او تر ټولو اوږده دوره تيروي چي نوم ئې بايد همدااوس لا په تاريخ کي وليکل سي. خو دې تر اوسه پوري يوه داسي سياسي کارنامه پرې ايښې نه ده، لکه کونراد اديناور چي په غرب کي د فدرالي آلمان موسس وگرځېد، هيلموت کول چي د آلمان د يووالي سبب سو.

خو هغه څه چي ميرکل کړي دي هغه په ۲۰۱۵م کال کي د تر يو ميليون زياتو مهاجرو ته د آلمان د سرحدونو پرانيستل دي. په دغه وخت کي پر هغه سختي نيوکي وسوې خو ځان ئې ورته ټينگ کړ. اوس به نو هغه مهاجر چي ادغام سوي پاتيږي او هغه چي ټولني ته خطر يا جرمونه لري بايد بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږل سي.

 تر ټولو ښه؟

د اروپا اتحادیه هم یو سر خوږ دی. په اروپا کي هم کار پر سم لور روان نه دی. بریتانیا نور نه غواړي چي په هغه نړۍ کې چي د گلوبلازییشن تر سیوري لاندي راغلې ده، نور د اروپايي اتحاديې له لاری عمل وکړي. هغه غواړي خپله لاره خپله پیدا کړي. بریتانیا د اروپا له اتحاديې څخه د وتلو په حال کې ده. د ميرکل له پاره دا په خپله یوه غټه او ستره دنده ده. خو د دغې اتحاديې جنوبي غړي هم په اقتصادي وده کې د آلمان د سپما له سیاست  سره موافق نه دي او نور هغه زغملای نه سي. که څه هم ميرکل د اروپايي فکر ستره ساتونکي گڼل کیږي، خو هغه هیوادونه چې په پورونو کې ډوب دي، ځانونه د آلمان تر فشار لاندي احساسوي.

سر بیره پر دې له ځینو نورو نړیوالو لوبغاړو سره راشه درشه او تعامل د ميرکل پر اږو یو دروند پیټی ایښی دی. نه یوازي ترمپ غواړي چې په اصطلاح خپله «امریکا ستره» کړي، بلکي پوتین او اردوغان هم یو ډير «زیږ» سیاست تعقبیوي. ميرکل ته په نړویاله کچه د «ترمپ ضد»  سیاستوالي په توگه کتل کیږي. هغه د لمسونو پر وړاندي مقاومت کوي پرته له دې چې له خپل دریځ څخه تیره شي. هغه د خپل دریځ په څرگندونو کې له پوره احتیاط  څخه کار اخلي، خپلې جملې په دقت سره څرگندوي. له هغې څخه ملاتړ نه کیږي، پخوا داسي نه وو.

هغه په ۲۰۰۵م کال کې وتوانیده چې د المان د صدرات مقام ته ورسیږي. هغې دوه ځلي له سوسیال دیموکرتانو سره ستر ائتلافي حکومت جوړ کړ او یو ځلې له لیبرالانو سر د خپل گوند په دننه کې له هغې سره څوک سیالي نه شي کولاي.

خو تر ټولو زیات د سیاسي سیالانو پر وړاندي د هغې بریالیتوب د حیرانتیا وړ دی. هغه وتوانیده چې په تیرو څلور پارلماڼي ټاکنو کې ( د ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۷) څلور سوسیال دیموکراتانو یعنی شرویدر، شتاین مایر، شتاینبرویک او اوس شولڅ ته ماته ورکړي. هغې د خپل گوند پروگرامونه دومره سوسیال دیموکرات ته نژدې کړل چې د سوسیال دیموکرات گوند دير رای ورکونکو هغې ته مخه کړه.

د اتمي پروگرام څخه مخ اړولو، د اقلیم ساتنی او د مهاجرو سیاست سره هغې د زغرون گوند بنستيز موضوعات راخپل کړل. هغه حتی وتوانیده چې له ټاکنو څخه لږ  مخکې د ټولو له پاره یعنی د همجنسباز او غیر همجنسباز د نکاح حق چې د مسيحي دیموکرات او مسیحي سوسیال گوندونو په مینځ کې یوه ډيره زیږه موضوع وه، په پارلمان کې په داسي ډول تصویب کړي چې خپله یې مخالفه رائیه ورکړه، نو نورو ته لاره پرانیستي پریښوده چې په پلویتوب او یا مخالفت یې رائیه ورکړي.

له دې  واقعیت بینې سره هغه بیالیتوب ته ورسیده. هغې په حقیقت کې په دې کار سره اپوزیسیون شنډ کړ. مسیحي دیموکرات نه پوهیږي چې ایا په دغه گوند کې نور څه محافظه پال ارزښتونه پاتي دي که نه؟ خو کله چې د قدرت خپره مطرح وي، دغه گوند د خپل ارزښتونو څخه مخ اړول ورته یوازي اکادمیکه خبره ده.

له دې وروسته د هغې دنده: « د ترمپ ضد» پاتېدل

د هغې د بیا انتخاب بریالیتوب په لومړي سر کې د هغې پر خپل ځان اعتماد دی. دا د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کې هم ولیدل شول. یوه جمله بس وه چې د ځان له پاره تبیلغ وکړي: «تاسی ما پیژنی». هغه د ټولو اړخونو له خوا ستایل کیږي. حتي ځوانان هم هغې ته په درنه سترگه گوري. حتی هغه کسان چي ۲۵ کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي، وايي چې پرته له صدراعظمی ميرکل څخه نور څوک هغوی د آلمان  د صدرات په مقام کې په یاد نه لري.

هغه په وینا کې د یوه خاص هنر خاونده ده چې ساری نه لري. د هغې صفت دا دی چې په سیاست کې سړی باید خپل زغم له لاسه ور نه کړي. له داسي یو صفت سره هغه غواړي چې تر ۲۰۲۱م کال  پورې د سیاست په ډگر کې پاته شي، خو دا به وخت او زمان معلوم کړي چې ایا هغه د خپل نوی صدرات دغه دوره پوره کولای شي که نه.

نیویارک ټایمز ورځپاني په خپله یوه وروستۍ گڼه کې له انگلا ميرکل څخه د «اروپا د وروستۍ مدافعۍ » په توگه ستاینه کړې. اوس نو دومره زیاته ستیانه او تقدیر د هغې پر اږو بار دی. هغه تر ډيرې مودې چپه خوله پاتې شوی وه چې آیا هغه به د څلورم ځل له پاره ځان کاندید کړي که نه.

خو کله چې د ۲۰۱۶م کال د نوامبر پر نهمه په امریکا کي دونالد ترمپ د ولسمشر په توگه وټاکل شوو، د ميرکل شا خوا کسانو هغه بیرته تشویق کړه چې د سیالۍ ډگر ته بیا ورودانگي. هماغه وو چې اعلان یې وکړ چې هغه له روغتیايي او سیاسي لحاظه چمتو ده چې د څلورم ځل له پاره ځان کاندید کړي. ميرکل د آلمان پارلماني ټاکني څلورم ځل هم وگټلې.