1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نادعلي ولسوالۍ امنتي چاري هم افغان ځواکونو ته سپارل کيږي

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

د امنيت د انتقال پروسې په دوهم پړاو کي دداسي ولسوالیو مسئوليت هم افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، چي د هيواد په کچه نا امني بلل کيږ، لکه د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي چي هره ورځ يوه پېښه پکښي را منځ ته کيږي.

https://p.dw.com/p/13MLh
د هلمند والي د نادعلي ولسوالۍ د مشرانو سره د خبرو پر مهال
د هلمند والي د نادعلي ولسوالۍ د مشرانو سره د خبرو پر مهالانځور: DW

ددغي پروسې په دوهم پړاو کي د هلمند ولايت د دريو ولسواليو امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د دغو دريو ولسواليو څخه يوه يې هم د نادعلي ولسوالۍ ده چي ډيری اوسيدونکي يې په بزګري او دهقاني بوخت دي.

په دې ولسوالۍ کي تر څه موده مخکي په منظمه توگه طالبانو حضور درلود، او په ځينو برخو کي يې اوس هم طالبان سته.

ټاکل سوې، چي په نادعلي ولسوالۍ کي مېشت۱۵۰۰ برتانوي سرتيري به په راتلوکو مياشتو کي په وتلو پيل وکړي.

د پلان له مخي به افغان امنيتي ځواکونه د رواني مياشتي تر پايه، د نادعلي ولسوالۍ ټولي امنيتي چاري پخپل لاس کي ونيسي.

په داسي حال کي چي د نادعلي ولسوالۍ ډيری اوسيدونکي په خپلو سيمو کي د امنيت د ليږد د بهير څخه ملاتړ کوي، خو بيره لري چي د افغان حکومت ضعيفه حکومت داري او موجود اداري فساد به د دې عامل شي، چي په دغه ولسوالۍ کي يو وار بيا د دولت د مخالفينو حضور پيدا سي.

د نادعلي د کاکړانو کلي اوسيدونکی، حاجي مولوي يارګل اکا، وايي چي د نادعلي ولسوالۍ امنيت اوس د پخوا په پرتله ډير ښه شوی دئ. هغه زياتوي چي اوس هم په ځينو سيمو کي پيښي رامنځ ته کيږي.

يارګل اکا همداراز پر پوليسو او سيمه ييزو چارواکو تور ولګاوه چي په قاچاق او د پروژو په قراردادونو کي ښکيل دي:

«که وضعيت په همدې ډول دوام وکړي د دي امکان سته چي په دغه ولسوالي کي يو وار بيا جګړه پيل سي. د نادعلي اوسيدونکي غواړي چي د سيمو امنيتي چاري يې افغان پوليس په لاس کي واخلي، خو موږ غواړو چي ښه پوليس دغه کار تر سره کړي نه فاسد کسان.»

پر نادعلي ولسوالۍ سربيره به ددې ولايت د مارجې او ناوې ولسواليو امنيتي چاري هم افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي.

په نادعلي ولسوالۍ کي ميشت بهرني ځواکونه وايي چي اوس هم د دغي ولسوالۍ په ځينو برخو کي امنيتي ستونزي سته.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل