1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناسا روبات په مریخ کې لایزر وکاراوه

۱۳۹۱ مرداد ۳۰, دوشنبه

د ناسا له خوا مریخ ته استول شوي روبات کیریاسیتي، په دې سیاره کې د لومړي ځل له پاره لایزر کارولی دﺉ. دې روبات په مریخ کې د یوې ډبرې په اړه معلومات راټول کړي ‎دي.

https://p.dw.com/p/15t11
انځور: NASA/JPL-Caltech

په مریخ کې د لومړي ځل له پاره لایزر وکارول شو. دې سیارې ته د ناسا استول شوي روبات «کیریاسیتي»، د لومړي ځل له پاره په مریخ کې خپل لایزیر وکاروه او له دې لارې ئې په مریخ کې یوه ډبره ماته کړه.

کیریاستي په مریخ کې پر یوې ډبرې باندې خپل لایزر اچولی دئ چې د دې ډبرې د جوړونکو موادو په اړه معلومات ځمکې ته د لا ډیرو څیړنو له پاره واستوي.

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې کیریاستي خپل لایزر پر دغې ډبرې باندې په ۱۰ ثانیو کې دیرش ځلي اچولی دئ. له دې لارې دغه اوښیار روبات له دې ډبرې څخه معلومات راټول کړي دي او هغه ئې ځمکې ته د پروسس له پاره استولي دي.

اوس به نو په ناسا کې څیړونکي له دغه معلوماتو څخه دا خبره معلومه کړي چې په مریخ کې ډبرې له کومو کیمیاوي موادو څخه جوړ شوي دي. د ناسا ساینس پوهانو ویلي دي چې پر کیریاستي روبات باندې تر اتو کلونو کار وروسته، اوس دغه روبات له خپل کار سره تر انتظاره لوړې پایلې لري.

د ناسا رئيس گروڅينگر، ويلي دي چي کیریاسیتي په مارس کي د ۲،۸۵ د تودخې درجه هم اندازه کړې ده. د نوموړي ساينسپوه په وينا «دا د ساينس او پوهي له پاره يوه مهمه لاس ته راوړنه ده.» د دې څخه دیرش کاله تر مخه په مريخ کي د هوا د حالاتو معلومونکی اوږدمهاله مرکړ موجود وو.

کيریاسيتي چي د مريخ د سفر له پاره په کار اچول سوی دئ تر ټولو قيمتي او په تخنيکي توگه تر ټولو پياوړی روبات دئ. دغه ربوټ د مځکي څخه د اتو مياشتو د فضايي سفر وروسته د اگست په پنځمه مريخ ته رسېدلی وو. کيوروسيتي به په خپل دوه مياشتني ماموريت کي د پنځه زرو مترو په لوړوالي د ماونټ شارپ، په غر کي څېړني تر سره کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض