1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د بدیلې جایزې گټونکي څوک دي؟

هیلي یپیسن/ ب.ح۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

یوه ترکي ورځپاڼه، د ښځو د حقونو یوه مصرې مبارزه، د بشري حقونو یوه روسی فعاله او د سوریې د بشري مرستو یو سازمان د «رایت لایف لی هود» یا «د غوره ژوندانه» د سږنې جایزې گټونکي دي. ګټونکي دلته لا ډیر وپیژنئ.

https://p.dw.com/p/1K6fO
Syrien neue Gefechte trotz Waffenruhe
انځور: Reuters/K. Ashawi

له جگړې څخه مخکې دوی مختلفې دندې درلودې، لکه ډوډې پخوونکي، ښوونکي یا جامې گنډونکي. نن هغوی په جگړه ځپلو سیمو کې لومړي مرستندویان دي. د هغوی نوم دی: د «سورېې ملکي دفاع». د هغوی دغه سازمان په سوریه کې چې په «سپین خولۍ» سازمان هم مشهور دی، په دغه جگړه ځپلي هیواد کې د هیلو سمبول گرځیدلی. دا چې په سوریه کې څوک بمبارري کوي، څوک بمونه اچوي، دوی یې پروا نه لري. د هغوی کابو ۳۰۰۰ کسیزه سپین خولي ډله د جگړې په ورانیو کې لومړني مرستې رسوي، مړي له خاورو او ورانیو څخه راوباسی او ټپیان روغتونونو ته لیږدوي. ډير وخت دوی په سیمه کې یوازینې کسان دي چې اړو خلکو ته مرستې رسوي.

د «رایت لایف لي هود» د جایزې چې د نوبل د الترنتیف جایزی په نامه هم یادیږي، د بنسټ مدیر اولې فون اوکسکول، وویل: «د جایزې حکم هیأت په سوریه کې د ولسي دفاع یا سپین خولیو سازمان ته د هغه د بې ساري زړورتیا، خواخوږي او بشر پالنې په خاطر دغه جایزه ورکوي. دا هغه یو سازمان دی چې په جگړه ځپلې سوریه کې د جگړو د قربانیانو د ژغورلو لپاره خدمت کوي.»

د دغې جایزې دوهمه گټونکې د ښځو د حقونو مصرې مبارزه مزن حسن، او د هغې «نظره» نومی سازمان چې په مصر کې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتیو پر ضد مبارزه کوي، ده. مزن حسن غوښتل چې په جون کې په بیروت کې د ښځو او د بشري حقونو په یو کنفرانس کې گډون وکړي، خو په قاهره کې هغه له دغه سفر څخه منع کړای شوه. هغې باندی تور لگول شوی چې گواکې له بهر څخه یې د مالي مرستو ترلاسه کولو سره د دې هیواد «ملي امنیت» له خطر سره مخامخ کړی.

د دولت دښمنه؟

د نوبل د بدیلې جایزې دریمه گټونکې هم له خطر څخه ډک ژوند لري. د روسیې د بشري حقونو مبارزه سویتلانا گانوشکینا، له لسیزو را په دې خوا د خپل سازمان «ولسي مرسته» سره د کډوالو، مهاجرو او لږیکو د حقونو لپاره مبارزه کوي. له خپل پنځوسو دفترونو سره «ولسي مرسته» نومی سازمان په روسیه کې د هغو خلکو مرستو ته وردانگي چې په ناحقه تورونو سره زندان ته اچول کیږي او د ناحقو تورنو په خاطر محاکمه کیږي. دغه سازمان یوازې تیر کال کې د ۲۰ زرو کډوالو لپاره حقوقي مشورې ورکړې دي او د هغوی د ژرغونې لپاره یې هڅه کړې ده. له آلماني رسنې «دویچلند رادیو» سره په مرکه کې گانوشینکا وویل: «له روسیې څخه د یو مهاجر د ایستلو پروسه یوازې درې دقیقی وخت نیسي.»

په راتلونکی کې د هغې لپاره په روسیه کې کار کول نور سخت کیږي، ځکه هغه په دې تورنه شوې چې د «بهرنې جاسوسې» په توگه د خپل سازمان لپاره له بهر څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

ترکي ورځپاڼه «جمهوریت» د «رایت لایف لي هود» د بشري حقونو یا د نوبل د بدیلې جایزې بله گټونکي ده. هغې باندې تور لگول شوې چې گواکې د «پردیو قدرتونو» لپاره په خپل هیواد کې کار کوي، هغه یو تور چې هیڅ واقعیت نه لري.

اولې فون اوکسکول وویل:«مونږ دا جایزه ترکي ورځپانې جمهوریت ته د هغې پرته له ویرې ژورو تحقیقاتي ژورنالیزم په خاطر ورکوو. دغه ورځپاڼه په دغه هیواد کې د بیان د آزادې لپاره په داسی شرایطو کې کار کوي چې وهل ټکول، سانسور، بندیخانه، وژل او گواښول ورځنی ژوند گرځیدلی دی.»

ستونزمنه دنده

د حکم هیأت لپاره دا ځل هم د څلور جایزه گتونکو د انتخاب لپاره یوه سخته دنده سپارل شوې وه. د مقرراتو له مخې پرته د حکم هیأت له غړو څخه هر څوک کولای شي چې د دغې جایزې لپاره یو څوک کاندید کړي. سږ کال له ۵۰ هیوادونو څخه ۱۲۵ کسان کاندید شوي وو. اولې فون اوکسکول وویل: «هر کال د کاندیدانو شمیر ډير زیات دی، حال دا چې مونږ نه شوو کولای چې ډير کسان دغې جایزې ته انتخاب کړو.»

د دغې جایزې د گټونکو انتخاب یوه ستونزمنه دنده ده. نوموړي وايي: «د رایت لایف لي هود د جایزې بنسټیزه مفکوره دا ده چې مونږ هغه انسانان په دغې جایزې غواړو ویاړن کړو چې د نړیوالو ستونزو لپاره یو بې سار حل پیدا کړي. مونږ گورو چې په نړې کې څومره انسانان دي چې رښتیا هم په خپلو ټولنو کې مختلفو کارکونه له مختلفو اغیزو سره تر سره کوي.»

د جایزه ورکړه او له هغې سره تړلې هیلې

د رایت لایف لي هود د سږنې جایزې څلور واړه گټونکي د خیل راتلونکی ژوند لپاره د یو څه امن او مصوونیت هیله کولای شي. د جایزی د حکم هیأت غړي، اولې فون اوکسول وویل:«د دغې جایزې ډيرو پخواني گټونکو مونږ ته ویلي دي چې له دغې جایزې سره د هغوی ژوند تر زیاتې کچې ژغورل شوی دی.»

هغه زیاته کړه: «نن هم مونږ د ۸۰ مې لسیزې له گټونکو سره کار کوو او د هغوی له فعالیت څخه فعالانه ملاتړ کوو.»