1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولي جايزه ملالي او کيلاش ته ورکړه سوه

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۱۸, جمعه

د نوبل د سولي سږنۍ جایزه له هندوستان او پاکستان څخه د زده کړې په برخه کې دوو فعالانو ملاله یوسفزۍ او کیلاش ساتیارتي، ته ورکړل شوه.

https://p.dw.com/p/1DT3h
انځور: Reuters/Getty Images

د نوبل جایزي کمیټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سولې سږنۍ جایزه به ملاله یوسفزۍ او کیلاش ستیارتي ته ورکړل شي. دغه جایزه به دواړو فعالانو ته په اوسلو کې د روان کال د دسمبر پر لسمه نیټه ورکړل شي.

د جایزې ورکوونکي کمېټې د خپلې پریکړي د اعلان پر مهال وویل: «د ناروي د نوبل جایزې کمیټې پریکړه کړې ده چې د ۲۰۱۴ کال د سولي د نوبل جایزه کیلاش ساتیارتي او ملالي ته د هغو هلو ځلو له پاره چې هغوی د ماشومانو د زده کړې د حق له پاره کړي دي، ورکړل شي.»

یوسفزۍ اوس ۱۷ کلنه ده او په پاکستان کې یې د نجونو د زده کړې له پاره مبارزه کوله. د ۲۰۱۲ کال په اکبور میاشت کې پر هغې باندي د وسله والو کسانو له خوا برید وشو.

د نوبل جایزې کمېټې ویلي دي چې بلي گټونکې د مهاتما گاندي ياد تود ساتلی دی او د سوله ییزو مظاهرو په ترسره کولو سره يې د ماشومانو د حقونو له پاره مبارزه کړې ده.

سږ کال د سولي نوبل جایزې ته ۲۷۸ کسان نومول شوي ول. په دغو کانديدانو کې ۲۳۱ وگړي او ۴۷ سازمانونه شامل ول.

که څه هم د نوبل جایزې کمیټه، جایزې ته له نومول شویو کسانو څخه غواړي چې خپل کانديداتوري افشا نه کړي، خو بیا هم ځیني کانديدان دغه کار ترسره کوي.

ویل کیږي چې په سږنيو کانديدانو کې پاپ فرانسیس، ادوارد سنودن او د روسۍ ورځپاڼي نوایا گازیتا خبريال شامل وو.

د نوبل د سولي جایزې کمېټې په وروستیو کلونو کې ځیني جنجالي پریکړي هم کړي دي. په دغو پریکړو کې په ۲۰۰۹ کال ولسمشر بارک اوباما ته د سولي د جایزې ورکول هم شامل دي.

تیر کال د نوبل د سولي جایزه د کیمیایي وسلو د کاروني د منع سازمان ته ورکړل شوې وه.