1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولې جایزه درې میرمنو ته وسپارله شوه

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

د لایبریا او یمن څخه درې میرمنو د ۲۰۱۱ کال د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه. دغو ښځو ته د سولې په بهیرونو کې د ښځو د رول د پیاوړې کولو لپاره دغه جایزه ورکړل شوې ده. هغوې ته دغه جایزه د شنبې په ورځ په اوسلو کې وسپارله شوه.

https://p.dw.com/p/13QRS
د 2011 کال د نوبل د سولې جایزه درې ښځو وګټله
د 2011 کال د نوبل د سولې جایزه درې ښځو وګټلهانځور: dapd/DW-Montage

د نوبل د جایزې د کمیټې مشر، توربجورن جنګلند، وویل چې لایبریایې ولسمشرې، ایلن جانسن سرلیف؛ لیما کبووي او توکل کرمان هغه درې ښځې دي چې د عمل کولو اراده یې درلوده.

دغو درې کسانو ته د نوبل د جایزې د کمیټې لخوا سندونه، د سرو زرو مډالونه او د ۴.۱ میلیونو ډالرو نقدي جایزې څخه یوه برخه رسیږي.

جنګلند د نوبل د سولې د جایزو د ورکولو پر مهال وویل چې په اوسني عصر کې ډیری وخت ښځې او ماشومان په جګړو کې قربانۍ ورکوي. هغه د جګړو پر مهال پر ښځو د جنسي تیرې لوړې کچې ته هم اشاره وکړه.

جنګلند ټینګار وکړ چې د نوبل د سولې د جایزې د سږ کال ګټونکو دا خبره ثابه کړې چې ښځې په جګړو کې یوازې قربانۍ نه دې ورکړي، بلکه د هغو په ختمولو کې هم رول لوبولای شي.



هغه د ایلن جانسن سرلیف او لیما کبووي هغو هڅو ته اشاره وکړه چې په لایبریا کې یې د جګړې د ختمولو په موخه کړي دي. په دغه هیواد کې ۱۴ کاله کورنۍ جګړه روانه وه. جنګلند همداراز د یمنۍ توکل کرمان هڅې هم وستایلي. کرمان د یمن د ولسمشر په وړاندې د دموکراسي او ښځو د حقونو لپاره سختې نیوکې کړې وي.

سږ کال د نوبل د سولې د جایزې د ورکولو مراسم د تیر کال د مراسمو سره توپیر درلود. په دغو مراسمو کې د جایزې درې واړه ګټونکي حاضر ول، خو تیر کال بیا د دغې جایزې تر لاسه کوونکي په زندان کې وخت تیروه او جایزه د هغه په غیاب کې هغه ته ورکړل شوه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی

سږ کال د نوبل د جایز درې واره ګټونکې په مراسمو کې حاضرې وي خو تیر کال بیا داسې نه وو.
سږ کال د نوبل د جایز درې واره ګټونکې په مراسمو کې حاضرې وي خو تیر کال بیا داسې نه وو.انځور: dapd