د نوي عصر تر ټولو اوږدمهاله واکمنان
په نوي پېر کي په اوږدمهاله توګه پر قدرت پاته سوو مهمو حکمرانانو کي فيدل کاسترو، چيانګ کای شيک او کم ال سُنګ يادېږي. هغوی تر تقريبا ۴۰ کالو پوري پر خپل هيواد واکمني کړې. يو شمېر نور دلته وپېژنئ:
کامرون: پال بیا
د کامرون ولسمشر پال بيا له تقريبا ۳۵ کالو راهيسي پر دغه هيواد واکمن دی. هغه د ۱۹۷۵ او ۱۹۸۲ کلونو تر منځ د دغه هيواد لومړی وزير هم وو. دمګړی هغه ۸۵ کلن دی. تر رابرټ موګابې وروسته پال بيا د سيمي په هيوادونو کي تر ټولو زوړ ولسمشر دی.
کانگو: ټینیس ساسو
د يو بل افريقايي هيواد ولسمشر ټینیس ساسو له ۳۴ کلونو راهيسي پر واک دی. هغه له ۱۹۷۹م کال څخه تر ۱۹۹۲ پوري ولسمشر ؤ. تر هغه وروسته له ۱۹۹۷م کال راهيسي تر نن پوري بيا واکمن دی. ساسو په ۱۹۹۲م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې بايللې، خو د کانګو د دويمي کورنۍ جګړې پر وخت د ساسو پلوي مليشو د هغه وخت ولسمشر پاسکل لیسُوبو له واک څخه راوپرځاوه.
کمبودیا: هُن سین
په کمبوديا کي له تيرو ۳۲ کلونو راهيسي لومړی وزارت د هُن سين په لاس کي دی. هغه د نړۍ تر ټولو اوږده دوره لرونکی لومړی وزير دی. د هغه اصلي نوم هُن بنال ؤ خو هغه له سرو خميرو سره تر يوځای کېدو وروسته خپل نوم و هُن سين ته بدل کړل. نوموړی له ۱۹۸۵م کال راهيسي لومړی وزير دی.
یوگانډا: یوویري موسیویني
د یوگانډا ولسمشر يوويري موسيويني له ۱۹۸۶م کال راهيسي واکمن دی. نوموړی د عيدي امين او ملټن اوبوټې په نوم ولسمشرانو پر ضد د بغاوت ملاتړی هم بلل کيږي. ويل کيږي چي د يوويري موسيويني په ولسمشرۍ کي يوګانډا په اقتصادي توګه وده کړې ده خو پر هغه په ګاونډي هيوادونو کي په مسلحو کړکېچونو کي د لاس لرلو تورنه هم لګيږي.
ایران: خامنه ايي
د ايران روحاني مشر سيد علي حسيني خامنه ايي دی. هغه د ټول واک منبع تصور کيږي. نوموړی له ۲۹ کلونو راهيسي پر خپله چوکۍ ناست دی. ويل کيږي چي د ايران د اسلامي انقلاب مشر خميني هغه خپل ځای ناستی ټاکلی ؤ. خامنه ايي د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۹ کالونو تر منځ د دغه هيواد ولسمشر هم وو.
سوډان: عمر البشیر
د سوډان ولسمشر عمر حسن البشير د ۱۹۸۹م کال د جون مياشتي له ۳۰مي نېټي راهيسي واکمن دی. نوموړی د دغه هيواد په پوځ کي منصبدار وو او د يو بغاوت له لاري يې په ديموکراتيکه توګه د ټاکل سوي لومړي وزير صادق المهدي حکومت ړنګ کړ او خپل ځان يې واک ته ورساوه.
چاد: ادریس دیبي
د مرکزي افريقايي هيواد چاد ولسمشر ادریس دیبي له ۱۹۹۰م کال راهيسي واکمن دی. نوموړي په ياد کال د ولسمشر حسين هابرې حکومت ته د پای ټکی کښېښود. ادریس دیبي د ليبيا د پخواني اوږدمهال ولسمشر معمر القذافي په نړيوال انقلابي روزنيز مرکز کي تربيه ترلاسه کړې ده. ادریس دیبي د تيرو پنځو ولسمشريزو ټاکنو په لوړ اکثريت ګټونکی تېر سوی دی. خو د دغو ټاکنو د شفافيت په تړاو د اپوزيسيون تر څنګ مبصرين هم ځيني شکونه لري.
قزاقستان: نور سلطان نذربائیف
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نذر بائيف له ۲۸ کالو راهيسي پر دغه هيواد واکمن دی. د شوروي اتحاده له آزادۍ اخيستلو راهيسي دغه هيواد د نذربائيف په لاس کي دی. هغه تر ولسمشر کېدو دمخه د قزاق کمونسټ ګوند مشر وو.
تاجيکستان: امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ۱۹۹۲م کال راهيسي واکمن دی. دغه هيواد هم د پخواني شوروي يو جمهوريت ؤ. امام علي رحمان د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو کلونو کي د کورنۍ جګړې له ستونزي سره مخامخ ؤ چي پکښي تقريبا ۱۰۰ زره انسانان ووژل سول. دغه هيواد ته د مرکزي آسيا د يو بې وزله هيواد په سترګه کتل کيږي.
ايريتريا: ایسائیس افویرکي
ایسائیس افویرکي د خپل هيواد د آزادېدو راهيسي پر دغه هيواد واکمن دی. نوموړي د ايتوپيا څخه د آزادۍ له پاره د غورځنګ مشري کوله. ايريتريا په ۱۹۹۱م کال د ملګرو ملتونو تر څارني لاندي د ولسپوښتني په ترڅ کي له ايتوپيا څخه آزاد سو.