د نړۍ هغه سیاستوال چې په بوټونو ویشتل شوي دي
له څه مودي راهیسې د ځينو هیوادونو پر ولسمشرانو او سیاستوالو د بوټ غورځولو دود پراخ شوی دی. خو تر ټولو مشهور بیا د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش دا وو. دا ډول پیښې په یوه انځوریز پوټ کې وگورئ.
جورج ډبلیو بوش
د امریکا متحدو ایالاتو پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۸م کال کې له عراق څخه د لیدنې پر مهال په بوټ وویشتل شو. دغه بوټ د یوه عراقي خبریال منتظر الزیدي له خوا د بوش پر لور وغورځول شو.
د چين پخوانی لومړی وزیر
د ۲۰۰۹م کال په فبروري میاشت کې په لندن کې یوه آلماني تبع مارتين ژانکي، د چين د هغه وخت پر لومړي وزیر وین جیا باؤ، د بوټ ګزار وکړ. که څه هم بوټ پر جیا باو، ونه لګید، خو هغه ته نږدې ولوید.
د ایران پخوانې ولسمشر
د ایران په لویدیځ اذربایجان ولایت کې په ارومیه ښار کې پر پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د بوټونو کزار شوی وو. دغه پيښه د ۲۰۰۹م کال د مارچ میاشتې پر ۶ نیټه رامنځته شوې وه. احمدي نژاد په ۲۰۰۶م کال کې هم د تهران له یوه مشهور پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال له ورته عمل سره مخامخ شوی وو.
د هند پخوانی لومړی وزیر
د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶ نېته په احمد آباد ښار کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یوه ځوان د کانګرس ګوند پر مشر او د هغه وخت لومړي وزیر منموهن سینګه د بوټ کزار وکړ چې یو څو قدمه لیري لوېد.
د سوډان ولسمشر عمر البشیر
د ۲۰۱۰م کال په جنوري په میاشت کې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د دغه هیواد پر ولسمشر د څپلۍ ګزار وشو. خو د سوډان د صدارت دفتر تر اوسه پورې دا پيښه ردوي. خو د عیني شاهدانو په حواله دا کار شوي وو.
رجب طيب اردوغان
د ۲۰۱۰م کال په فبرورۍ کې یوه کردي ځوان د ترکیې پر اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د بوټ ګزار وکړ او د کردستان زنده آباد شعار یې ورکړی وو. دغه کردي د سوریې تابعت درلودونکی وو.
د پاکستان پخوانې ولسمشر اصف علي زرداري
د برتیانيا په برمنګهم ښار کې یو پنځوس کلن شخص (سردار شمیم خان) د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري په خپلو دواړو بوټونو وشتلی وو. دا پيښه د ۲۰۱۰ م کال د اګست میاشتې پر ۷ رامنځته شوې وه.
د بريتانيا پخوانی لومړی وزیر توني بلير
د ۲۰۱۰م کال د سپتمبر مياشتي پر ۴ نېټه د بریتانيا پخوانی لومړی وزیر توني بلير په هګیو او بوټانو ویشتل شوی وو. دا پيښه په ډبلن کې د هغه د «ای جرني» کتاب د معرفي کولو پر مهال رامنځته شوې وه.
د استرالیا پخوانی لومړی وزیر جون هوارډ
د ۲۰۱۰م کال د نوامبر مياشتي پر ۴ په کیمبرج پوهنتون کې د جوړو شویو مراسمو پر مهال د استرالیا پر پخواني لومړي وزیر جون هوارډ، د بوټ ګزار وشو. د دغه عمل ترسره کوونکی یو استرالیایې زده کونکی وو.
د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف
په لندن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان پر پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د یوه پاکستاني الاصله بریتانوي له خوا د بوټ ګزار شوی وو. دا پيښه د ۲۰۱۱ م کال د فبرورۍ پر ۶ رامنځته شوې وه.
د تائیوان پخوانی ولسمشر ما یِنګ جو
د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر مياشتي پر اتمه یوه مظاهره کوونکي د تائیوان پر پخواني ولسمشر ما یِنګ جو، د بوټ ګزار وکړ. خو بوټ تر هغه نه وو رسیدلی.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف
د پاکستان د سترې محکمې له خوا نا اهل ګڼل شوی پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي پر ۱۱ نیټه په یوه مدرسه کې تر وینا مخکې د یوه تن له خوا په څپلۍ وویشتل شو. په دې توګه نو هغه دریم پاکستانی سیاسي رهبر دی چې د څپلۍ یا بوټ له ګزار سره مخامخ کیږي.