1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هغو کسانو له پاره ښه خبر چې له دوو ژبو سره لویږي

۱۳۹۶ بهمن ۲۹, یکشنبه

هغه ماشومان چې په عین وخت کې له دوو ژبو سره لویان کیږي نسبت و هغو ماشومانو ته چې په یوه ژبه خبرې کوي د ښه ذکاوت درلودونکي وي. د یوې نوې څیړنې له مخې دا ډول کسان د «شیانو د درک، کنترول او پیژندنې» ښه توانایې لري.

https://p.dw.com/p/2st63
Bildergalerie Kinder Lesen und Schreiben lernen
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

"?Do you speak English? Sprechen Sie Deutsch" که ستاسې ځواب یو د دې پوښتنو ته مثبت وي، او دغه مقاله چې په پښتو ژبه لیکل شوې ده لوستلای شئ او پرې پوه شئ، نو هرو مرو تاسې د دوه ژبو یا څو ژبو د نړۍ پورې تعلق لرئ. څیړونکي وایې چې دا ډول توانایې درلودونکي انسانان په خپل ژوند کې ډیر بریالي دي.

یو وخت کارپوهان په دې باور ول چې د ډیرو کوچنیو ماشومانو له پاره په یو وخت کې د دوو ژبو زده کول ډیر ستونزمن او لاره ورکونکي تمامیږي، ډیرې انرژۍ ته ضرورت لري او بالاخره یو نامناسب کار دی. خو اوس مختلفو څیړنو وښودله چې په یو وخت کې د دوو ژبو زده کول د ماشومانو په ذهنی ودې، جسمي چلند او زده کړې په برخو کې مثبت تاثیرات رامنځته کولی شي.

په هغو کسانو کې چې په دوو ژبو پوهیږي د دواړو ژبو اړوند توانایې تل په کښې فعاله وي. داسې معلومیږي چې دواړه ژبې د هغو ورزشکارانو په څیر دي چې یو بل سره تل د رقابت په حال کې دي او دغه شخص باید له دواړو ژبو سره یوځای حرکت وکړي.

یو شمیر څیړونکي په دې باور دي چې دغه ذهني هڅې په هغو کسانو کې چې په دوو ژبو پوهیږي د مغزو د ځنو برخو د «تغیر شکل» سبب ګرځي. د مغزو د مختلفو کړنو د رمز او رازونو په اړه د «د مغزو پټ ژوند» په نوم د کتاب لیکونکې ماریانو سیګمان، د دوه ژبو ماشومانو «د چاپيریال د شیانو د بهتره درک کولو د توانایې» پر لور یوه کړکۍ پرانيزي.

سیګمان د «نړیوال اقتصاد ټولنې» ویب سایټ سره په مرکه کې وایې: «د مفاهمو د تفکيک د کنترول توانانې په هغو ماشومانو کې چې له دوو ژبو سره لویان کیږي، د هغو ماشومانو په پرتله په مراتبو لوړ وي چې له یوې ژبې سره لویږي.»

له ذهني توانایې سره د «تفکیک کنترول» د هغو اطلاعاتو د مجموعې طراحۍ او ایجادولو ته اشاره کوي چې زموږ چلند کنترول او لارښونه ورته کوي. دغه توانایې مختلف اړخونه لري. سیګمان وایې: «د توجه کولو توانایې، د پلانولو توانایې او په عین وخت کې د څو کارونو ترسره کول، د درک یا تفکیک کولو د کنترول نمونې دي.»

پر ورته موضوع زموږ له ارشیف څخه انځوریز البوم(04.12.2017)