1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هنګري پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تائید کړ

۱۴۰۲ اسفند ۸, سه‌شنبه

هنګري د وروستي هېواد په توګه په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ. په ناټو کې د یوه نوي هېواد د غړیتوب له پاره د دغې تړون د ۳۱ غړو هېوادونو ملاتړ اړین دی.

https://p.dw.com/p/4cw05
بوداپست کې د هنګري پارلمان ناټو سره د سویډن یو ځای کېدو ته رایه ورکړه.
بوداپست کې د هنګري پارلمان ناټو سره د سویډن یو ځای کېدو ته رایه ورکړه.انځور: Denes Erdos/AP Photo/picture alliance

د هنګري پارلمان د دوشنبې په ماسپښین په ناټو تړون کې د سویډن غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه، د پارلمان یوازې څو استازو له دغې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان حکومت تر میاشتو ځنډ وروسته دا مسئله په پارلمان کې رایې اچونې ته وړاندې کړه. دا طرحه په ۱۸۸ مثبتو او شپږو منفي رایو سره تصویب  شوه.

سویډن د دې «تاریخي ورځې» هرکلی کړی

د سویډن لومړي وزیر اولاف کریسټرسن له دغې رآی اچونې لږ وروسته پر خواله رسنیو ولیکل:«نن یوه تاریخي ورځ ده. د ناټو د ټولو غړو هېوادونو پارلمانونو په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته رایه ورکړې. سویډن چمتو دی، چې د یورو-اتلانتیک امنیت په برخه کې مسئولیت ومني.»

د هنګري د حکومت ویاند زولتاج کواچ په خواله رسنیو کې ولیکل:«هنګري د اروپا په امنیت کې پوره لېوالتیا لري او زه ډاډه یم، چې سویډن یو پیاوړی او د باور وړ متحد دی، چې د ناټو راتلونکي ته به ښه بدلون ورکړي.»

د هنګري په پارلمان کې دا رای اچونه د اورباند د حاکم ګوند «فیډز» د استازو د مخالفت له امله درول شوې وه. په ناټو کې د یوه نوي هېواد د شامليدو له پاره د دغه تړون د ۳۱ غړو هېوادونو ملاتړ اړین دی.

د ناټو سرمنشي یس ستولتنبرګ وویل:«زه په ناټو تړون کې د سویډن د غړیتوب له پاره د هنګري د مثبتې رای اچونې هرکلی کوم. اوس چې ټولو متحدینو تائيد کړې، سویډن د ناټو ۳۲ غړی هېواد شو. د سویډن غړیتوب به موږ ټول پیاوړي او لا خوندي کړي.»

د المان لومړي وزیر اولاف شولڅ د هنګري د پارلمان د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا «زموږ د ټولو بریا ده.»

هغه پر خواله رسنۍ لیکلي:«دا پرېکړه زموږ یووالی او په دې ترتیب د اروپا او نړۍ امنیت ته قوت ورکوي.»

بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي ودانۍ
بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي ودانۍانځور: James Arthur Gekiere/dpa/Belga/picture alliance

ویکتور اوربان څه وویل؟

د پارلمان د غړو د جلسې په پیل کې اوربان وویل:«نن موږ... غواړو چې په ناټو کې د سویډن د شامليدو ملاتړو وکړو.»

هغه زیاته کړه، چې د اوکراین او روسیې کړکېچ د هواري له پاره «هېڅ نظامي حل‌لاره» نه ويني. هغه د بیړني اوربند او د مذاکراتو له لارې د توافق غوښتنه وکړه. اوربان روسیه د یوه تېري کوونکي په توګه یاده کړه او ویې ویل، چې روسیې پر اوکراین «یرغل» کړی دی.

اوربان وویل، چې په هنګري کې د قانون د حاکمیت پر حالت د سویډني سیاستوالو نیوکې د دې لامل شوې وې، چې د ده د ګوند استازو په ناټو تړون کې د سویډن غړیتوب سره مخالفت وکړي.

اوربان د جمعې په ورځ له خپل سویډني سیال اولاف کریسټرسن سره په بوداپست کې ولیدل او دې ته یې اشاره کړې وه، چې ګوند به یې په ناټو کې د ستاکهلم د غړیتوب ملاتړ وکړي. اوربان د سویډن د څلورو جنګي جیټ الوتکو د اخستلو د هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته وویل:«موږ نن وتوانېدو چې خپله ښه او دوه اړخیزه اراده روښانه کړو.»

اوربان زیاته کړه:«د نورو هېوادونو تر څنګ په ناټو کې غړیتوب په دې معنا دی، چې موږ یو د بل له پاره قربانۍ ته چمتو یو. په دفاعي چارو او نظامي وړتیاو کې هوکړه به د دواړو هېوادونو تر منځ په باور رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»

ملتپال «فیډز» ګوند خپل ایتلافي ملګري سوسیال ډیموکرات ګوند KDNP سره یو ځای په پارلمان کې دوه پر دریېمه څوکۍ لري.

د اپوزېسیون یوې ډلې چې په ناټو کې د سویډن د ورګډېدو مخالفت یې کاوه، افراطي کیڼ اړخی «زما وطن» ګوند و، چې په پارلمان کې شپږ څوکۍ لري.

په ۲۰۲۲م کال کې چې کله روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، سویډن یې په غبرګون کې له ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړه. له دې سره سم فینلينډ هم د ناټو د غړیتوب غوښتنه کړې وه، چې د ۲۰۲۳م کال په اپریل مياشت کې رسمآ د ناټو غړی شو.

ترکیې هم اوږده موده په ناټو تړون کې د سویډن د شاملیدو توافق وځنډاوه او له ستاکهلم یې وغوښتل، چې د کردي ډلو پر ضد لا ډېر اقدام وکړي. د ترکیې د پارلمان غړو د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې په ناټو تړون کې د سویډن شامليدل تصویب کړل.

OD/hm/af (Reuters, AFP, dpa)

په هنګري کې له کډوالو سره ناوړه چلن

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل