1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ورځې په کوم وخت کې د انسان بدن ورزش ته اماده و‎ي؟

۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبه

بوخت کسان مجبوره دي د ورځې په پیل یعنې سهار وختي او یا هم د ورځې په پای کې ورزش وکړي. خو پوښتنه دا ده چې د انسان بدن په کوم وخت کي وزرش ته اماده وي؟

https://p.dw.com/p/2nvYo
Joggen Freizeit Sport
انځور: picture-alliance/chromeorange

د انسان بدن خپل فعالیتونه د خپل داخلي ساعت پر اساس تنظیموي. ورزش ته د بدن چمتووالی هم له دې قاعدې مستثنی نه دی. سهار وختي د ورزش له پاره نامناسب وخت نه دی، خو په دې وخت کې په اصطلاح بدن په بشپړه توګه له خوبه نه وي راویښ شوی نو له دې کبله وړاندیز کیږي چې د خپل ورزش وخت بدل کړئ.

تر غرمې مخکې د قوي ورزشونو لکه منډې او نورو لوبو له پاره تر ټولو غوره وخت وي. خو په دې شرط چې ډیره ناشته یا سباناری مو نه وي خوړلی. خو مهمه دا ده چې د ورزش پرمهال باید د انسان معده په بشپړه توګه خالي هم نه وي.

ماسپښین مهال د انسان بدن کابو دوه ساعته وخت ته اړتیا لري، څو خوړل شوې ډوډۍ هضم کړي. له غرمې وروسته له ۴ بجو څخه نیولې تر۷ بجو پوري وخت د ورزش له پاره ډیر مناسب ګڼل شوی دی.

د آلمان د بدني روزني له پوهنتون څخه د ډاکټر اینګو فروبوزه په وینا په دې وخت کې د انسان د بدن مختلفي برخې په خپل ټول توان سره فعالیت کوي او یا هم د فعالیت له پاره د چمتو والي په حال کې وي. له همدې کبله د ورځې په دې وختونو کې تر ټولو قوي ورزشونه هم انسان ته سپک او آسانه ښکاري.

AG/K.H

زموږ له ارشيف څخه: