1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د يمن له کنفرانسه دي ډيري تمي نه کيږي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۵, دوشنبه

د يمن په کړکېچ کي ښکېل اړخونه په اول وار د خبرو اترو مېز ته سره کښېناستلي. ملگرو ملتونو چي د دغو خبرو اترو کوربه دئ، مخکي له مخه لا اعلان کړی دئ، چي له دغو خبرو څخه بايد ډېره تمه نه وسي.

https://p.dw.com/p/1FhTv
انځور: picture-alliance/dpa/L. Gillieron

د يمن په کړکېچ کي ښکېلو غاړو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۱۵مه) د يوې ورځي په ځنډ سره په ژنيو کي خپلي خبري اتري پيل کړې.

په دغه کنفرانس کي چي احتمال دی دوې درې ورځي به دوام وکړي د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم گډون کړی دئ.

خو هغه کسان چي د يمن د حوثي ياغيانو استازيتوب ئې بايد په دغه کنفرانس کي کړی وای، په دې نه دي توانېدلي چي ژنيو ته ځانونه ورسوي.

د يمن له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسماعيل ولد شېخ احمد د دغه کنفرانس د جوړيدو په درشل کي خبرداری ورکړی وو، چي له دې غونډي څخه بايد تر حد زياتي تمي ونه لرو.

هغه ويلي د ي چي لومړۍ موخه دا ده چي د راتلونکو خبرو له پاره بنسټ کښېښول سي او دواړې غاړي د نوي اوربند پر سره خبري سره وکړي.

د ملگرو ملتونو پر قطعنامې ټينگار

د يمن جمهور رئيس عبدربه منصور هادي، او د هغه دولت چي له مارچ مياشتي راهيسي په عربستان کي په تبعيد کي ژوند کوي، د ژنيو خبري اتري ئې لږ اهميته گڼلي دي.

دوی د ملگرو ملتونو پر ۲۲۱۶ قطعنامې باندي ټينگار کوي. دغه قطعنامه له حوثي ياغيانو څخه غواړي چي له اشغال کړو ښارونو څخه پر شا او هادي د جمهور رئيس په توگه په رسميت وپيژني.

حوثي ياغيان چي د يمن له شمال څخه راځي له کلونو راهيسي له مرکزي حکومت سره جنگيږي. دوی د روان کال په جنوري مياشت کي پلازمېنه صنعا ونيو او د جنوب خواته ئې خپلو پرمختگونو ته ادامه ورکړه.

عدن ښار ته د هغوی په نژدې کېدو سره، سعودي عربستان د ځينو نورو عربي هيوادونو سره يو ځای په يمن کي پر حوثي ياغيانو باندي هوايي يرغلونه پيل کړل، څو د پرمختگ مخه ئې ونيسي.

حوثي ياغيان چي د ايران ملاتړ ورسره دئ، دې ته نه دي تيار چي نيولي ښارونه د سعودي عربستان په مشرتوب بمباريو له وجي پريږدي.

د مارچ مياشتي له وروستيو (هوايي يرغل پيل) راهيسي تر اوسه پوري په يمن کي نزدې ۲۳۰۰ انسانان وژل سوي او ۵ لکه نور له دغه هيواده تېښتي ته مجبوره سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب