1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو کمېسیون دې خپله خپلواکي وساتي»

خليل الرحمن اُميد۱۳۹۳ تیر ۱۵, یکشنبه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د يکشنبه په ورځ د استیناف شویو شکایتونو د ارزونې په لمړنۍ پرانیستې غونډه کې د شمالغرب زون د ولایتونو شکایتونه وارزول او وویل چي د کمیسیون خپلواکتوب باید د «بهرنې مداخلې» څخه خوندی وساتل شي.

https://p.dw.com/p/1CWeg
انځور: DW/H. Sirat

یوه ورځ مخکي له هغې چی د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د ټاکنو لومړي نتایج اعلان کړي، د شکایاتو کمیسیون په عنوان شوو شکایتونو باندي غور وکړ. د دغه کمېسیون مشر ستار سعادت د غونډې پر مهال وویل چې د ټاکنو په پروسه کې ځنډ یې چارې ځنډوي او زیاتوي چې د ټاکنو کمېسیون باید خپله خپلواکي وساتي. که څه هم دغې غونډې ته د دواړو مخکښو کاندیدانو مدافع وکیلان غوښتل شوی ول، خو د عبدالله عبدالله له ټیم څخه هغې ته څوک نه ؤ ورغلي.

سعادت وویل : «څه چې اړین دي کمېسیون باید خپل کار د ولسمشر د مرستیالانو د مېز له سر، د نورو هیوادونو د سفیرانو او د ملګرو ملتونو له دفتر څخه چې کرار کرار یې کار له مشورې څخه مداخلې ته اوښتی را ټول کړي.»

وروسته له هغې چی ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله په ټاکنو کي د پراخو درغلیو تورونه ولگول، د ټاکنو د لومړیو نتایجو اعلان له خنډه سره مخامخ شو. د اروپا د اتحادیې، ملگرو ملتو او امریکا متحده ایالاتو په شمول نړیوالې ټولنې د افغانستان د ټاکنو د بهیر له ستایلو سره سره د هغو د نتایجو او د کاندیدانو له خوا مخه د هغو نه د منلو په هکله اندیښنه څرگنده کړه.

« موږ اصلا په ټاکنو کي مداخله نه کوو»

د ټاکنو د شکایاتو د کمیسیون مشر وویل چی د کاندیدانو اندیښنو ته ځواب یواځي د افغانستان د ټاکنو قانونی تأسیسات ورکولای شي. هغه د بهرنیو مداخلو په وړاندي خبرداری ورکړ:«ټول بهرنیان دې د قانون مندۍ اصل ته په افغانستان کې پام وکړي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند نظیف الله سالارزي وویل چي نړیواله ټولنه هڅه کوي چي له افغانانو سره په روان سیاسي بن بست کي مرسته وکړي:« موږ اصلاً په ټاکنو کې مداخله نه کوو او زموږ د راتګ شرط هم په لمړیو کې دا وو چې د ټولو اړخونو موافقه پکې وي او بیا وروسته له هغه موږ مرسته کوله.»

د ولسشمرۍ کاندید اشرف غني پرون په یوې خبري ناسته کې ژورنالستانو ته وویل چي هغه له خپواک کمیسيون څخه غواړي چي د ټاکنو ټول مهال ویش له «مقرراتو سره سم» مراعات کړي. غني وویل چي نور هیڅ دلیل وجود نه لري چې د ټاکنو د کمیسیون لومړي نتایج وځنډول شي.

د پلان له مخې د ټاکنو لومړي نتایج باید د تیري چهار شنبه (د جولای ۲مه) په ورځ اعلان شوي وای، خو هغه د ناڅرگندو دلایلو له امله تر دوشنبه د جولای اوومي پوري وځنډولې شوې. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، یوسف نورستاني وویل چي د ځینو «ستونزو» له امله دغه تصمیم نیول شوی دی.»

Demonstration von Anhängern des afghanischen Präsidentschaftskandidaten Abdullah Abdullah 27.06.2014
انځور: picture-alliance/AP

«موږ تر خپل مؤقف نه تېريږو»

د ډاکټر عبدالله عبدالله ډله لا هم پر خپل دریځ ولاړ ده او د ټاکنیزو شکایتونو د نن (د جولای ۶مه) څرګندې غونډې ته یې هم کوم استازی نه وو راغلی.د دغه ټیم له خوا ویل شوي چې لا هم پروسه ورته د باور وړ نه ده او د یوې ګډې کمېټې له خوا دې رامنځته شوې ستونزې وڅېړل شي.

خو ستار سعادت وايي چې د هیڅ ډول کمېټې ډلې جوړښت او د نورو اورګانونو له خوا د شکایتونو څېړل ورته د باور وړ نه دي او دوی به خپلو چارو ته دوام ورکړي: « نه باید دا خبره وشي چې تخنیکي ټیم جوړيږی او نه پوهیږم بل څوک به پرېکړه وکړي، په غوڅه توګه وایم چې زموږ د قبول وړ به نه وي، دا زموږ جدي موقف دی او نه ترې تېریږو.»

د ټاکنیزو شکایتونو په دغه لمړنۍ څرګنده غونډه کې د کمېسیون مرسیتالې ریدا اعظمي وايي چې ټول ټال د ۲۹۹ شکایتونو په اړوند استناف غوښتنه شوې چې هغه به له سره وڅېړي: « د شمال غرب زون ټول ټال شکایتونه ۲۹۹ ول. درې مورده د اختار حکم، ۷ نغدي جریمه، ۲۷۹ مورده د نه اوریدو یا بې ارزښته ۸ مورده اثتثنايي قضایاوې، او دوه د باطلو شویو رایو موارد وو چې د ولایتي کمېسیونونو له خوا تشخیص شوي وو.

هغې د شکایتونو د ارزونې لړۍ به دوام ولري او د دواړو نوماندانو استازي، نړیوال ناظرین، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې کولای شي له ارزونې یې څارنه وکړي. که څه هم د عبدالله عبدالله ډله وايي چې اعلان کېدونکي پایلې ورته د باور وړ نه دي خو احمد یوسف نورستاني وايي سبا دوشنبه به لمړنۍ پایلې اعلان کړي.