1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلماني ټاکنو لومړۍ پايلي د ميرکل په گټه دي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

د لومړنیو پایلو له مخې د آلمان مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې ۴۲ سلنه رایې ګټلې دي. په دې ترتیب سره دغه گوند د ۲۰۰۹ کال په پرتله ډیرې رایې خپلې کړې دي. تر CDU وروسته د سوسیال دیموکراتانو گوند دی.

https://p.dw.com/p/19m5H
انځور: Reuters

د یکشنبې ورځو په ټاکنو کې د مسیحي دیموکرات ګوند رایې د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۸.۲ سلنه، د سوسیال دیموګرات ګوند رایې درې سلنه ډیرې شوې دي. په دغو ټاکنو کې د آلمان د بل لوی ګوند زرغون رایې ۲.۶ سلنه لږ شوي او په دې ترتیب سره یې یوازې ۸.۱ سلنه رایې ګټلې دي.

لومړي پایلې همداراز د مسیحي دیموکراتانو د متحد ګوند لیبرال دیموکراتانو (FDP) په رایو کې هم کموالي ښي. په لومړنیو پایلو کې راغلي دي چې دغه ګوند یوازې ۴،۷ سلنه رایې خپلې کړې دي او په دې ترتیب سره یې د آلمان مرکزي پارلمان «بوندستاګ» ته لاره نه ده موندلې.

د آلمان د چپیانو ګوند هم د ۲۰۰۹ کال ټاکو په پرتله ۳،۶ سلنه کمې رايي ګټلې دي او په دې ترتیب سره یې رایې ۸،۳ سلنه ته راټیټې شوې دې. په عین حال کې د آلمان بل ګوند (AFD) ۴،۹ سلنه رایې ګټلې دي.

په دې ترتیب سره نو د لومړنیو پایلو له مخې مسیحي دیموکرات ګوند د آلمان په پارلمان کې ۳۰۲، سوسیال دیموکرات ګوند ۱۸۲، زرغون ګوند ۵۷ او د چپیانو ګوند ۵۷ څوکۍ ګټلې دي. د آلمان بل ګوند Die Piraten یوازې د دوه سلنه رایو په ګټلو سره پارلمان ته په لار موندلو نه دی توانیدلی.

مسیحي دیموکراتان له چا سره ائتلاف جوړولای شي؟

ډیر امکان لري چې انګلا میرکل دې له پیر شتاینبروګ سره ائتلاف وکړي. په تیورک لحاظ ان د زرغونو او مسیحي دیموکراتانو تر منځ یو ائتلاف هم ممکن دی. په هر حال د یکشنبې د ورځې د ټاکنو روښانه ګټوونکی ګوند مسیحي دیموکرات دی.

د مسیحي دیموکراتانو اوسنی ائتلافي ملګری ګوند آزاد دیموکراتان په دې نه دی توانیدلي چې د آلمان مرکزي پارلمان یا بوندستاګ ته لار وموندي او په دې ترتیب سره به د یوه راتلونکي حکومت برخه نه وي.

درې میلیونه د لومړي ځل رای اچوونکي

د یکشنبې د ورځې د پارلماني ټاکنو له پاره ۶۲ میلیونه آلمانیانو د رای ورکولو شرایط پوري کړي ول. په دغو کسانو کې درې میلیونه هغه آلمانیان هم شامل ول چې د لومړي ځل له پاره یې خپله رایه کاروله. د لومړنیو رپوټونو له مخې د شرایط لرونکو کسانو له ډلې څخه ۷۳ سلنه یې خپلې رایې کارولي دي.