1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاریس بریدګر مهاجر نه بلکله مجرم وو»

آژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

د اروپایي ټولنې د کمیټې مشر یان کلود یانکر، وایي چې کډوالو سره برخورد باید د پاریس د پیښې پر اساس نه وي ځکه په پاریس کې برید کوونکي پناه غوښتنکي نه وو بلکې مجرمین وو.

https://p.dw.com/p/1H69p
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/Ph. Wojazer

د کډوالو په اړه نور مطالب دلته ولولئ

د پاریس له پیښو څخه وروسته چې ۱۲۹ کسان په کې ووژل شول، په پولند او سلواکیا کې لوړپورو چارواکو د اروپایي ټولنې د کډوالو پر تګلارې نیوکې وکړې. هغوی وایي چې دا تاوتریخوالی هغه اندیښنې ثبوتوي چې د مسلمانه کډوالو د منلو په اړه اروپایانو درلودلې.

یانکر د ترکیې په انتالیا ښار کې د G20ناستو پر مهال یو خبري کنفرانس ته وویل: «موږ باید د خلکو مختلفه کتګوریو ته په یوه سترګه و نه ګورو.»

په پاریس کې یو برید کوونکو پیژندل شوی دی او چارواکي وایي چې هغه د نورو کډوالو سره یو ځای د اکتوبر میاشتې په دریمه نیټه د یونان لیروس ټاپو ته رارسیدلی وو او هلته يې د اروپا د قانون له مخې د ګوتو چاپونه اخیستل شوي وو.

یانکر زیاتوي: «هغه کس چې په دې پیښه کې لاس لری یو مهاجر نه بلکې یو مجرم دی.»

یانکر همداراز وایي: «زه له هغو کسانو څخه چې غواړي د اروپایي ټولنې د کډوالو تګلاره کې بدلون راولي غواړم چې په دې اړه جدي واوسي او داشان پیښې د خپل کار اساس و نه ګڼي.»

په اروپايي چارو کې د پولند نویوزیر کونارد سیمنسکي وايي چې هیواد یې د اروپایي ټولنې د کډوالو د ویش له تګلارېسره موافق نه دی او پولند به په دې هیواد کې د کډوالو ځاې پر ځاې کیدلو سره مخالفت وکړي.هغه زیاتوي: «اوس په پاریس کې د دې غمیزو څخه وروسته موږ داسې یو سیاسي لاره نه وینو چې له مخې یې دا فیصله پلي شي.»

د سلواکیا لومړي وزیر هم د شنبي په ورځ وویل: «موږ ویلي وو چې مهاجرت امنیتی ګواښونه رامنځته کوي. اوس هیله لرو چې ځینې خلک خپلې سترګي وازې کړي.»

خو یانکر وایي چې د ۱۶۰ زره کډوالو د بیا ځای پر ځاې کولو له پاره د اروپايي اتحاديي له خوا نیول شوې پریکړې کې به کوم بدلون را نه شي. هغه وایي: «زه مشکلات وینم خو د تګلارې د بدلون له پاره اړتیا نه وینم.»

د پولند پخوانی لومړی وزیر دونالد تاسک چې د اروپایي هیوادونو د مشرانو د غونډې مشرۍ کوي، وايي چې هغه به د اروپایي اتحادیې د ۲۸ غړو هیوادونو له مشرانو څخه وغواړي چې د جي ۲۰ غونډو پر مهال د کډوالو د کړکیچ له پاره پر یو مشترکه حل وغږیږي.

تاسک وایي: «موږ له خپلو متحدینو څخه دا نه غواړو چې له هغه څه چې اروپا يې [د مهاجرینو له پاره] کوي ډیر څه وکړي خو باید کم هم ونکړي. د جي ۲۰ ټول غړي هیوادونه مسولیت لري. یووالی باید زموږ د پریکړو بنسټ وي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب