1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د پاکستان سپرلیگ سیالیو لومړۍ ماښام یونایټډ په خپل نوم کړ

۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعه

د پاکستان سپر لیگ، سیالیو دوهمه دوره د پنجشنبې په ماښام په دوبۍ کې په ځانگړو مراسمو سره پېل شوه. په سپورټس سټي لوبغالې کې د پرانیستنې مراسمو کې د اور لوبې، نڅا او موسیقۍ سره دغه سیالۍ پېل شوې.

https://p.dw.com/p/2XKgV
Dubai Eröffnung Cricket-Spiele der "Pakistan Super League"
انځور: PSL

د مراسمو د پرانیستنې پرمهال په دغو سیالیو کې د شریکو پنځو لوبډلو لوبغاړو او چارواکو گډون درلود. د مراسمو نندارې ته شا او خوا ۲۰ زره کسان راغلي ول. په لومړنۍ لوبه کې اسلام آباد یونایټډ پیښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پنجشنبې په ماښام د پیښور زلمي د لوبغاړو وروسته د اسلام آباد یونایټډ د لوبغاړو تود هرکلی وشو چې کمیس او پرتوگ یې اغوستي وو.

مراسمو ته د وینا پر مهال د پاکستان کریکټ بورډ چیرمن شهریار خان وویل چې «پي اس ال ۲» به په پاکستان کې د نړیوال کریکټ بیرته ورگرځیدو ته لاره هواره کړي. د پي اس ایل چیرمن نجم سیټهي، په خپلو څرگندونو کې وویل چې دوی نړۍ ته ویل غواړي چې پاکستانیان په کریکټ کولو پوهیږي او د دغو سیالیو پای لوبه به په لاهور کې کیږي.

انځور: PSL

ناوخته د لوبې پیلیدل، باران او منډې

د گډوډۍ له کبله لوبه پاو کم دوه ساعته وروسته پېل شوه. په لومړنۍ لوبه کې تر يوې په زړه پورې سیالۍ وروسته اسلام آباد یونایټډ پیښور زلمي لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او دوې نمرې یې خپلې کړ. د پيښور زلمي د توپ وهنې وروسته د باران له کبله اسلام آباد یونایټډ ته په ۱۸ اورنو کې ۱۷۳ منډې په کار وې چې د بیډ هیډن او ډیواین سمت د ۱۰۴ منډو په شراکت سره یې دغه هدف په وروستي اور کې تر لاسه کړ. د لوبې غوره لوبغاړی هیډن شو چې د اتو څلوریزو او درو شپږیزو پر مټ ۷۳ منډې وکړې.

لوبغالې ته د نندارچیانو راتگ د سیمې په وخت د ماښام پر پنځو بجو پېل شوی وو، خو کله چې په وروستۍ څلوریزې سره سام بلنگ لوبه پای ته ورسوله نو د شپې پاو کم دوه بجې وې.

پیښور زلمي د ټاس یا پچې تر بایلولو وروسته په ټاکل شوو شلو اوورنو کې ۱۹۰ منډې وکړې. که څه هم یو وخت داسې بریښده چې پیښور زلمي به منډې له ۲۰۰ واړوي خو د کامران اکمل تر سوځیدو وروسته د شین واټسن او محمد سمیع تیز بالنگ یا توپ اچونې د پیښور زلمي توپ وهونکي پر گونډو کړل. واټسن څلور لوبغاړي وسوځول.

د جمعې ورځې سیالۍ

د پاکستان سپر لیگ سیالیو په ترڅ کې د جمعې په ورځ دوې لوبې کیږي: لومړنۍ لوبه د کویټه گلیډي ایټرز او لاهور قلندرز تر منځ کیږي. سرفراز احمد د کویټې لوبډلې او برینډن میکلم د لاهور قلندرز لوبډلسمشري کوي. په دوهمه لوبه کې به کراچي کینگز چې کپتاني یې سنگاکارا کوي د پيښور زلمي پر وړاندي ولوبیږي. د لوبې تنظیمونکي د لوبغالې د ټولو ټکټونو د پلورلو ادعا کوي.