1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان صدراعظم د پوځ نوی مشر ټاکي

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې صدراعظم شهباز شريف دې ته چمتو شوی چې د پوځ له پاره نوی مشر وټاکي. د شریف دفتر ويلي دي چې پوځ ورته د نوي مشر د ټاکلو له پاره د يو شمير لوړپوړو پوځي جنرالانو نوملړ استولی دی.

https://p.dw.com/p/4JxEA
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریفانځور: National Assembly of Pakistan/AP/picture alliance

دوو حکومتي چارواکو ويلي دي چې شریف به د پوځ نوی مشر په راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړي.

د شریف ائتلافي حکومت په داسې وخت کې د پوځ د نوی مشر ټاکلو خبره کوي چې په دغه هیواد کې سیاسي ناآرامۍ موجودې دي.

د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د پاکستان پوځ، صدراعظم شهباز شریف ته د دغې مهمې څوکۍ د برخلیک له پاره د ارشدو پوځي جنرالانو يو لیست د نوماندانو په توګه استولی دی.

پاکستان: د سیاسي او اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې د خپلواکۍ جشن

د پاکستان د پوځ اوسنی مشر، جنرال قمر جاوید باجوه، راتلونکې اوونۍ تقاعد کیږي. د هغه کاري دوره د مخکيني صدراعظم عمران خان پر وخت له ګاونډي هیواد هندوستان سره د ترينګلتياوو په جریان کې غځول شوې وه.

د پاکستان پخوانی صدراعظم د نومبر په ۳مه د لاریون پر مهال په یوه برید کې په پښه ټپي شو
د پاکستان پخوانی صدراعظم د نومبر په ۳مه د لاریون پر مهال په یوه برید کې په پښه ټپي شوانځور: K.M. Chaudary/AP/dpa/picture alliance

شهباز شریف په اپریل میاشت کې د مخکينی صدراعظم عمران خان تر سلب صلاحیت کېدو وروسته واک ته ورسيد. عمران خان ادعا کوي چې له واکه د هغه ليرې کول غیرقانوني وو. هغه په دې کار کې باجوه د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ توطعه باندې تورنوي، خو واشنګټن، شریف او د پاکستان پوځ دغه تور رد کړی دی.

عمران خان: حکومت زما د وژنې توطيه جوړه کړې وه

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف د چهارشنبې په ورځ پر ټوټيټر منلې چې حکومت د نوماندانو نهايي نوملړ ترلاسه کړی دی. د پاکستان پوځ هم پر ټويټر ويلي چې دوی د شپږو جنرالانو نومونه د ارزونې له پاره استولې دي.

عمران خان د شریف ائتلافي حکومت یو وارداتي حکومت بولي او پر خلاف ېې اعتراضونه کړي او د نوو انتخاباتو ترسره کول غواړي.

خان چې په وروستي ځل ېې د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهور څخه اسلام آباد پر لور خپل «لانګ مارش» پيل کړ، د شهباز شریف فوري استعفا غواړي. د دغه مارش پر مهال خان باندې وسله وال برید هم وشو چې هغه پکې پر پښه ټپي شو. هغه وخت يوه وسله وال پر هغه کانټينر چې خان پکې وو ډزې وکړې. په دغو ډزو کې یو اعتراض کوونکی ووژل شو او له خان نه علاوه، ۱۳ کسان ټپیان شول.

د پوځ په هکله د خان نوي بربنډونې، حقايق که سياسي چل ول؟

د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان ګوند په حواله، تمه ده چې پخوانی صدراعظم به د نومبر پر ۲۶مه بیا د اسلام آباد پر لور مارش پيل کړي.

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

په داسې حال کې چې پاکستان دا وخت له یو سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی او په تیر دوبي کې ويجاړونکو سیلابونو هم سخت ځپلی، د شریف ائتلافي حکومت او د عمران خان ګوند تر منځ روان کړکېچ په پاکستان کې سیاسي وضعیت نور هم خراب کړی دی.

پاکستان په «خطرناک وضیعت» کې دی

د پاکستان په سږنیو سیلابونو کې ۱۷۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۳ ميلیونه خلک ېې اغیزمن کړ. په داسې حال کې چې ژمی هم تقریباً داخل شوی، لا هم په زرونو سیلاب ځپلې په موقتي سرپناو کې ژوند کوي.

د اسوشتید پریس په حواله، تر اوسه نه د پاکستان پوځ او نه هم حکومت د باوجوه د ځای ناستي جنرال نوم په ډاګه کړی. خو په شپږو ارشدو جنرالانو کې د جنرال عاصم منیر، جنرال ساحر شمشاد میرزا، جنرال اظهر عباس، جنرال نعمان محمود، جنرال فیض حامد او جنرال محمد امیر شامل دي.

تر ډيره باور پر دې دی چې پخوانی استخباراتی مامور، جنرال عاصم منیر کېدای شي د جنرال باجوه ځای ناستي شي.

عمران خان د خپل حکومت پر وخت د پاکستان د پوځ د اوسني مشر، جنرال قمر جاوید باجوه کاري دوره غځولې وه، باجوه راتلونکې اوونۍ تقاعد کیږي
عمران خان د خپل حکومت پر وخت د پاکستان د پوځ د اوسني مشر، جنرال قمر جاوید باجوه کاري دوره غځولې وه، باجوه راتلونکې اوونۍ تقاعد کیږي انځور: Pakistan's Prime Minister's Office

د شهباز شریف دفتر هم د چهارشنبې په ورځ پر ټويټر ولیکل چې «د صدراعظم دفتر د دفاع وزارت له لورې د ګډو ځواکونو د مشرۍ کمېټۍ او د پوځ د مشر د ټاکلو له پاره نوملړ تر لاسه کړی دی.»

شهباز شریف: هیواد مو د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی

د پاکستان د پوځ اوسنی مشر، باجوه، په داسې حال کې تقاعد کيږي چې عمران خان له شهباز شریف څخه له وخت څخه مخکې انتخاباتو مطالبه کوي، هغه غوښتنه چې ائتلافي حکومت رد کړې ده. حکومت وايي راتلونکې پارلماني راې اچونې به د مهالویش پر اساس، په ۲۰۲۳م کال کې ترسره شي. باجوه په ۲۰۱۶م کال کې د پوځ مشر وټاکل شو او عمران خان د خدمت دوره د درې کلونو له پاره وغځوله.

شهباز شریف د دې صلاحیت لري چې د پوځ له خوا د معرفي شوو جنرالانو له ډلې يو ېې د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه وټاکي، هغه پاکستانۍ اداره چې د دغه هیواد د ۷۵ کلني تاريخ پر نيمايي برخه ېې حاکمیت چلولی دی.

  mks/nz(AP)

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل