1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پنځه افسران د مرگ په سزا محکوم شوي

اسلام آباد/ عبدالستار۱۳۹۵ خرداد ۴, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ د سمندري ځواکونو یوې محکمې پنځه افسران په کراچۍ کې د بېړیو د ترمیمولو پر مرکز د برید په تړوا د مرگ په سزا محکوم کړل. پر دغو افسرانو د بغاوت، له داعش سره د اړیکو او له وسلو سره مرکز ته د ننوتلو تورونه دي.

https://p.dw.com/p/1Itc1
انځور: Asif Hassan/AFP/Getty Images

د سمندري ځواکونو د بېړیو د ترمیمولو دغه مرکز یا «نیول ډاکیارډ» باندي د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر میاشت کې بريد شوی وو. هغه وخت ځایي رسنیو دا ادعا کړې وه چې گواکې برید کوونکو غوښتل چې یوه کښتۍ برمته کړي، څو یوه امریکایي کښتۍ په نخښه کړي. خو د پاکستان سمندري ځواکونه وتوانیدل چې دوه برید کوونکي ووژني او څلور ژوندي ونیسي.

د رپوټونو له مخې یو وژل شوی یاغي د سندهـ ایالت د پولیسو د یوه جگپوړي افسر زوی وو. د دغه برید د منلو په هکله بیلا بیلې ادعاوې وشوې. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د هند د نیمه ټاپو د القاعدې څانگې د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی وو.

تقاعد شوي جگړن سعید، د دویچه له ځايي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «زما زوی د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر میاشت کې ونیول شو او زه اوس د هغې له سزا څخه خبر شوم. ما له خپل زوی لومړي بریدمن حماد احمد او د هغه له څلورو ملگرو عرفان الله، محمد حماد، ارسلان نذیز او هاشم نصیر سره د کراچۍ په مرکزي زندان کې لیدلي دي. زوی مې راته وویل چې ده او څلورو نورو ملگرو ته یې یوې ځانگړې محکمې تر پټي استماعیه غونډي وروسته د مرگ سزا اورولې ده.»

د یوې پوښتنې په ځواب کې سعید وویل: «ما د ۲۰۱۵م کال د اگست میاشتې پر پنځلسمه نېټه د سمندري ځواک لوی څارنوال ته یو خط ولیکه، چې په هغه کې خواست شوی وو چې زما زوی ته د مدافع وکیل اجازه ورکړل شي. ما د محاکمې د پیلیدو انتظار کاوه چې یو چا راته وویل چې زوی دې د کراچۍ مرکزي زندان ته لیږدول شوی دی.» د سعید په خبره ده به د دغه سزا په خلاف د سمندري ځواکونو محکمې یا نیول کورټ، ته رجوع وکړي.

سعید ویلي دي چې لا تر اوسه له دوی سره د محکمې د حکم کاپي نه شته او په وینا یې د تمیز محکمې له پاره اووه ورځې وخت لري. د هغه په خبره په لومړي سر کې به د سمندري ځواکونو د تمیز محکمې ته رجوع کوي او که چیري هلته یې بریا تر لاسه نه کړه نو تر ستري محمکې به دروازې وټکوي.