1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په ديني مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تيري تورونه

۱۳۹۶ آذر ۱, چهارشنبه

د اسوشيتد پريس خبري آژانس د څيړنو په حواله د پاکستان په ديني مدرسو کې پر ماشومانو جنسي تیری، يوه پراخه مسله ده. دغه ستونزه له ليري پرتو سيمو څخه نيولې تر ښارونو پوري غځيدلې ده.

https://p.dw.com/p/2o2my
Afghanistan Kinder Selbstmordanschlag
انځور: AP

کوثر پروين په ژړغوني غږ د مدرسې د ملا له خوا پر خپل نهه کلن زوی د شوي جنسي تيري کيسه کوي. هغه چې کله خبري پيلوي نو سلګۍ یې نیسي او د خپل زوی په وينو لړل شوی پرټوگ ورته تر سترگو کيږي.

دغه هلک يو کال خپل کور ته څيرمه په يوه ديني مدرسه کې زده کړي کړي. پر هغه باندي د روان کال په اپريل مياشت کې د مدرسې په يوه خونه کې ملا جنسي تيری کړی. دی وايي چې د شپې يوناڅاپه راويښ شوم چې گورم استاد مې ترڅنگ پروت دی: «ما هيڅ حرکت نه کاوه. ډير بيريدلی وم. ژړل مې، هغه ډير خوږ کړم او زما کميس یې په خوله کي را ننيست چې غږ مې ونه وځي.»

جنسي تیری، يوه پراخه ستونزه

د اسوشيتد پريس خبري آژانس د څيړنیز رپوټ په حواله د پاکستان په مدرسو کې جنسي ځورونه يو عادي کار دی او له ليرو پرتو سيمو څخه نيولې بيا تر سترو ښارونو پوري غځيدلې ستونزه ده. خو د پاکستان په شان ټولنه کې خلک پر دغه موضوع خبري نه کوي او دې ته د ديني مرکزونو او مدرسو د سپکاوي په سترگه گوري.

د پوليسو په حواله د پروين د زوی کيسه د دغه شان درو قضيو څخه يوه ده چې د پنجاب ايالت په دوو ليرو پرتو سيمو راجنپور او کهيرور پکه کې په يوه مياشت کې رامنځته شوي دي.

يوه بله قضيه د يوه دولس کلن هلک ده چې په خپله مدرسه کې د پخوانيو شاگردانو د ډله ايز جنسي تیري ښکار شوی. همدا راز په يوه بله پيښه کې يو لس کلن هلک د مدرسې د مشر د جنسي تيري هدف گرځيدلی. 

Pakistan Bildungslücken im Land
انځور: Reuters/C. Firouz

پوليس له ملايانو سره مرسته کوي

په پاکستان کې د جنسي تیري د پيښو په اړه رپوټونه ډېر لږ وي. د کهيرور پکه سيمه ايزې اتحادې يوه غړي اعظم حسين وويل چې د شتمنو ملايانو له خوا پوليسو ته د پيسو ورکړه د دې سبب کيږي چې پوليس حتی يوه قضيه ثبتوي هم نه او په دې ډول پيښو کې ښکيلې زياتري کورنۍ بې وزله او ناتوانه وي.

حسين زياته کړه: «بې وزله کورنۍ ويره لري او له دې کبله څه نه وايي. پوليس له ملايانو سره مرسته کوي نه له غريبانو سره . خلک په دې پوهيږي او له همدې کبله حتی پولیسو ته ورځي هم نه.»

د پاکستان د قوانينو له مخې د قربانيانو کورنۍ کولای شي تيري کوونکی وبخښي او په بدل کې يې پيسې واخلي. تيرکال د «ناموس» په نوم د وژنې په قضيو کې د قانون يوه مسوده تعديل شوه چې له مخې یې د غيرت په نوم قتل کوونکي د کورنيو له خوا نه شي بخښل کیدلای.

په پاکستان کې د «ساحل» په نوم يوه ټولنه د جنسي تیري د پيښو په اړه څيړنې کوي او دغه ډول پيښي راسپړي. دغي ټولنې تيرکال ۵۶ داسي قضیې موندلې وې چې ديني عالمان پکښې ښکيل ول.

دغه سازمان د قربانيانو کورنيو ته د قانوني شکايت په ترڅ کې د مرستې وړانديز وکړ، خو ټولو کورنيو دغه وړاندیز رد کړ.

اسوشيتد پريس خبري آژانس له تیري يوې لسيزي په موده کې د پاکستان په مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تیري په لسونو قضیې موندلي دي. د چارواکو په حواله په دې مدرسو کې په پراخه کچه جنسي تیري کيږي، خو څوک ځکه شکايت نه کوي چې ډيری یې ويره لري چې د ملايانو له خوا به پرې مذهب ته د سپکاوي تورونه ولگول شي.

په پاکستان کې دمگړۍ ۲۲ زره راجستر شوې مدرسې فعاليت کوي. همدا زار د پاکستاني چارواکو په حواله د دريو زرو په شا او خوا کې داسي مدرسې هم فعاليت کوي چې ثبت شوي نه دي.