1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

«بلوچستان کې وسله والو د پنجاب ايالت ۹ وگړي وژلي»

۱۴۰۳ فروردین ۲۵, شنبه

پاکستاني چارواکي وايي، وسلوالو کسانو د جمعې او شنبې منځنئۍ شپه په بلوچستان ايالت کې ۹ کسان له یو مساپر وړونکي بس څخه کوز کړي او بیا يي وژلي دي. چارواکو دغه خونړۍ پېښه قومي تروریزم بللې ده.

https://p.dw.com/p/4eiW6
د آرشیف انځور - کويټه بلوچستان - د پاکستان دغه ایالت د څو لیسیزو راهیسې د ناامنیو شاهد دی
د آرشیف انځور - کويټه بلوچستان - د پاکستان دغه ایالت د څو لیسیزو راهیسې د ناامنیو شاهد دیانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د پولیسو یوه افسر، عبدالله منګل، وويل چې د پېښې قربانیان په یو بس موټر کې سپاره ول او «ټولو ېې تفتان سيمې ته سفر کاوه.» هغه زیاته کړه چې وسلوالو دوی د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې تعقیب او برمته کړي ول چې بیا ېې یادې سیمې ته نژدې په ډزو وژلي دي.  

د ولسوالۍ مرستیال کمشنر، حبیب الله موسی خيل وويل چې په ګوليو لګيدلي جسدونه ېې له سېمې یو نیم ساعت لرې فاصله کې تر يوه پله لاندې وموندل شول. د ځايي روغتون مشر، ظفر منګل وويل چې دغه افراد د اعدام په بڼه په ډزو وژل شوي دي.

رويټرز خبري آژانس ليکي چې پاکستاني چارواکو دغه خونړۍ پېښه د یو قومي تروريزم په توګه عنوان کړې ده. د پولیسو یو ځايي افسر الله بخش وويل دغه کسان د ایران سرحد ته نژدې لوېې لارې څخه برمته او وروسته له هغې چې پېژندل شوي چې د پنجاب ايالت کارګر دي، وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسئولیت نه دی منلی، خو د امنيتي چارو کارپوه فدا خان وايي چې مخکنیو بریدونو ته په کتو، کیدای شي دغه کار بلوچ بيلتون غوښتنونکو کړی وي، کوم چې د بلوچستان ایالت د خپلواکۍ له پاره جنګیږي.

دغه بېلتون غوښتونکې ډله له څو لسیزو راهیسې د پاکستان پر پولیسو او امنیتي ځواکونو حملې کوي او د دا ډول حملو مسئولیت ېې منلی دی. دوی نه غواړي چې د بلوچستان کاني زېرمو کې د پاکستان مرکزي حکومت سهیم وي.

(Reuters/dpa)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل