1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني طالبانو مشر مفتي محسود څوک دی؟

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

د پاکستاني طالبانو ډلې د شنبې په ورځ خپل نوی مشر معرفي کړ. مفتي نور ولي محسود پخوا د پاکستاني طالبانو د ډلې د بنسټ ایښودونکي بیت الله محسود مرستیال وو.

https://p.dw.com/p/30B88
Pakistanische Taliban-Kämpfer
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستاني طالبانو ډلې د شنبې په ورځ مفتي نور ولي محسود د خپل نوي مشر په توګه وټاکه. دا په داسې حال کې ده چې امریکایې ځواکونو د جون میاشتې په ۱۳ د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په کونړ ولایت کې وواژه.

د ملا فضل الله په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان ډله د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر میاشت کې په پيښور کې د یوه ښوونځي د ۱۰۰ تنو زده کونکو په ګډون په مجموعي ډول د ۱۵۰ تنو د وژنې مسئوله ده. پاکستاني پوځ د ملا فضل الله وژنه یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

د هغه وژل کیدل کیدای شي د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د موجوده ترنګلتیا په کمولو کې مرسته وکړي. دا ځکه چې امریکا هغو جګیالیو ته د پناه ورکونې له امله پاکستان ته سرزنش او جزا ورکوي، چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي. خو پاکستان تل د امریکا له خوا دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د «تحریک طالبان پاکستان» ویاند محمد خراساني د یوې بیانیې په ترڅ کې تائيده کړې چې ملا فضل الله د امریکایې بی پیلوټه الوتکو په یوه برید کې وژل شوی دی. هغه ویلي دي چې «د وياړ ځای دی چې د دغې ډلې ټول پخواني مشران شهیدان شوي دي».

خراساني په دې توګه د طالبانو د دوو نورو مشرانو وژل کیدو ته اشاره وکړه چې د بی پيلوټه الوتکې په بریدونو کې وژل شوي ول.

د «تحریک طالبان پاکستان» ویاند ویلي دي چې طالب جنګیالیو مفتي نور ولي محسود د دغې ډلې د مشر په توګه انتخاب کړی دی او مفتي حضرت یې د هغه مرستیال اعلان کړی دی.

 د «تحریک طالبان پاکستان» ډلې لس کاله مخکې په دې هیواد کې د اسلامي شریعت د نافذولو په موخه جګړه پیل کړې وه، خو اوس د دغې ډلې ډیري جنګیالي افغانستان ته تښتیدلي دي.

مفتي نور ولي محسود څوک دی؟

مفتي نور ولي محسود مخکې تر دې د فبرورۍ په میاشت کې د ملا فضل الله د مرستیال په توګه انتخاب شوی وو. نور ولي وروسته له هغې د ملا فضل الله د معاون په توګه کار پیل کړ چې د دغې ډلې دویم کس خالد محسود د افغانستان په پکتیکا ولایت کې ووژل شو.

۴۰ کلن نور ولي محسود یو دیني عالم یا مفتي دی. نوموړی په جنوبي وزیرستان کې د محسود قبیلې پورې اړه لري. هغه د طالبانو د محکمو د رئیس په توګه هم کار کړی دی.

محسود تیر کال یو کتاب ولیکه چې په هغې کې په ۲۰۰۷ م کال کې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بهټو د وژنې د طرحې له جزیاتو څخه پرده پورته شوې ده.

ویل کیږي چې محسود د پاکستان د فیصل آباد، ګوجرانوالا او کراچۍ د ښارونو په مدرسو کې زده کړې کړي دي. نوموړی همدارنګه د «ابو منصور عاصم» په نوم هم پيژندل کیږي. نور ولي محسود په ۱۹۹۰م کال کې د افغاني طالبانو تر څنګ په افغانستان کې د شمالي ائتلاف پر وړاندې هم جنګیدلی دی.

نوموړي مخکې تر دې د «تحریک طالبان پاکستان» د پخواني مشر بیت الله محسود د مرستیال په توګه کار کړی دی. بیت الله محسود په ۲۰۰۹ م کال کې د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې ووژل شو.

محسود په خپل کتاب کې لیکلي دي د سپټمبر د یولسمې تر بریدونو وروسته کله چې امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان حمله وکړه ډیر ژر یې ؛ځان کابل ته ورساوه تر څو له امریکایانو سره وجنګیږي، خو په هغه وخت کې د طالبانو رژیم نسکور شوی وو.