1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په سياست کي د اروپا لومړيتوبونه کوم دي؟

۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبه

د مهاجرت لاملونه او انساني قاچاق پر وړاندي مبارزه. د مهاجرو سياست په برخه کي د اروپا اتحاديه ډير اهداف لري. د کاغذ پر مخ يو ډول دي خو له مالي پلوه نه.

https://p.dw.com/p/2svjE
Libyen Flüchtlinge in der Nähe von Tripolis
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ ميلادي کلونو تر منځ په سونو زره انسانان اروپا ته راغلل او په زرونو انسانانو پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دغه ډول حالاتو د مخنيوي له پاره اروپاې اتحاديې «د اروپا له خوا د افریقا له پاره د بيړنيو مرستو مالي وجهي صندوق EUTF» جوړ کړ». په دغه صندوق کې چې د ۲۰۱۸م کال د روانې فبروري مياشتې په دویمه نيټه رامنځ ته شو پکې د «غیرې منظم مهاجرت د لاملونو پر وړاندي مبارزه کيږي.»

کله چې سړی د اروپا اسناد د دغه صندوق په هکله لولې په کتګوريو کې دا پروژې راځي: په ګانا کې د ځوانانو پياوړي کول، په اتوپيا کې د خلکو د ژوند ښه کول او په مالي کې د خوراکي توکو خونديتوب.

د مهاجرت او تيښتي پر وړاندي چې مبارزه وشي او د دې له پاره کار وشي چې په لومړي سر کې انسانان خپل ټاټوبې پري نه ږدي، دا په سیاست کي هیله او هدف دی چې سړی پرې انتقاد نه شې کولای.

کله چې معلوماتو ته وکتل شي نو داسې ښکاري چې اروپا خپلو اعلان کړي اهدافو ته په ښه توګه لومړيتوب ورکوي. د پيسو په هکله موږ کولای شو وګورو چې اروپا په خاص ډول خپل د مهاجرت سیاست پلی کوي. معلومات دا په ګوته کوي چې پر لارو د انسانانو راګرځول لږ تر لږه همدومره مهم دي، لکه د دوي د مهاجرت لاملونه چې پر وړاندي يې مبارزه وشي.

Datenvisualisierung Deutsch Herkunft afrikanischer Asylbewerber

پيسې اصلي هيوادونو ته نه ځي

دا په دې پوري تړاو لري چې د مرستې پيسې هغو هيوادونو ته نه ځي له کومو چې ډېر شمېر پناه غوښتونکي راځي. اروپا ته د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ تر ټولو زيات شمير پناه غوښتونکې له اريتريا، نايجریا او سوماليا څخه راغلي. د دغو پيسو زياته برخه د اروپايي ټولني له خوا نیجر، مالي، سینیګال، لبیا او اتوپيا ته ورکول کيږي. سوماليا په نهم، نايجريا لسم او اريتريا چې په اروپا کې تر ټولو زيات پناه غوښتونکي لري، په شلم کتار کې راځي. دا د هغو ۲۶هيوادونو څخه دې چې د EUTF»» پروژې پکې عملي کيږي. يا په بله وينا هغه هیوادونه چې د مهاجرت لاملونو پر وړاندي مبارزې کولو ته پکې اړتیا شته.

دغه راز د بشري حقونو سازمانونه، کارپوهان او ځايي رسنۍ د مرستې پر وجهي صندوق باندي انتقاد کوي او وايې چي پر ځاي د دي چې د تيښتې لا ملونو ته پام وکړي، دوی د سرحدونو کنترول ته زيات پام اړولی.

د دويچه ويله څيړنه ښيې چې دغه انتقادونه سم دې. د تيښتې هدف پر وړاندي مبارزه د مهاجرت په سیاست کي د اروپا يوازنی هدف نه دې. په اصل کې دوی په هماغه اندازه پیسې (د مهاجرت ښه مدیرت) ته ورکوي.

آسانه لار به داوی چي مخکي له دې چي هغه خلک د اروپا خاوري ته ننوزي له اروپا څخه بهر د نوم ثبتولو مرکزونه يې د پناه غوښتنې پر حق غور وکړي. دغه فکر په تير وخت کې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون وړاندي کړی وو. په دغه څيړنيز مطلب کې د اروپايي کميسون یوې وياندې دويچه ويله ته وويل؛چې دغه ډول مرکزونه په نظر کې نه نيول کيږي. دغې وياندې د اړوند ځايونو حالت داسي انځور کړ:«څه چې موږ د مهاجرو له نړيوال سازمان سره يوځاي کوو، هغه قانونې لار برابرول دي. هغه کسانو ته چې نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري. لکه له ليبیا څخه پناه غوښتونکې د اوسیدلو سرپناه وو ته ليږدول دي. موږ په اوس وخت کي له ليبيا څخه  لومړني مهاجر وليږدول. پنځه ويشت کسان مو فرانسې ته انتقال کړل.۱۶۲مو ايټاليا، ۲۰۲ نور کسان مو نيجر ته، د دې له پاره چې په راتلونکې کې به اروپا ته ولیږدول شي. د اروپا غړيو هیوادونو د کميسون له غوښتني وروسته چې د پنځوس زره کسانو د منلو غوښتنه يې کړې وه، دوی د ۴۰ زره کسانو د ځاي پر ځاي کيدلو له پاره هوکړه کړې ده. که چيرې د پنځوس زره دغه تناسب په پام کې ونيول شي، نو له شپاړس ځلې څخه زيات (۸۳۸ زره انسانانو) له ۲۰۱۲ کال څخه په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

Datenvisualisierung Geld EU Treuhandfond nach Zweck

د اروپا پر لور وروستۍ پرانيستې لار دي وتړل شي

له لیبيا څخه د مدیتراني له لاري د ايټاليا پر لور دي د مهاجرو بهير کنترول کړاي شي او دغه وروستۍ لاره دي وتړله شی. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کالونو کې د مهاجرو د ستر بهير په وخت کي د ختيځ بالکان او ختيځي مديتراني لار مهمه وه. له هغه وروسته چې اروپا له  ترکيې سره قرارداد وکړ دغه لار وتړل شوه اوس د مرکزي مديترانې له لاري راتلل پيل شول.