1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پښو له بد بوی څخه د خلاصون لارې، خو څنګه؟

۱۳۹۶ آذر ۲۰, دوشنبه

د هر انسان بدن بیلابیل بوی لري چې زیاتره یې طبیعي دي او ځینې یې بیا خلک په تکلیف کوي. له دې څخه یو چې خلک ترې ډیر کړیږي، هغه د پښو بوی دی. له دې څخه د خلاصون ځیني ډيري ساده لاري شته.

https://p.dw.com/p/2pACL
Bildergalerie Einschlaftipps
انځور: picture-alliance/dpa

د پښو بد بوی ډیر تکلیف ورکوونکی دی خو له نیکه مرغه له دې ستونزې څخه د خلاصون ګڼې لارې چارې شته او د عملي کولو په صورت کې تر ډیره پوري اغیزمن ثابتیږي. ځینې وخت که چیرته تاسې یو چیرته بلل شوی یاست، یا هم د لمانځه له پاره جومات ته ځئ او یا هم له ورځني کار څخه ستړي ستومانه کور ته درومئ، نو د بوټانو په ویستلو سره نه یوازې تاسې بلکې ستاسې شاوخوا کسان هم د پښو بد بوی په تکلیف کوي.

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې په بدن او په ځانګړې توګه په پښو کې ځینې باکتریاوې پوست تخریبوي او له پوست څخه وتونکي خولې ماتوي چې د خولو د حالت د بدلون سبب ګرځي. په پایله کې یو ډل بد بوی تولیدیږي. کارپوهان د دې بوی ځینې لاملونه تل د یو ډول بوټونو په پښو کول، نظافت ته نه پاملرنه، په بدن کې هارموني تغیرات، تشویش او ډیره خوله په ګوته کوي.

په دې مضمون کې تاسې لولئ چې څرنګه د پښو له بد بوی څخه ځانونه د تل له پاره خلاص کړئ. د هر انسان د بدن جوړښت او حجرې توپیر لري نو کیدای شي د ځینو له پاره ګټورې لارې د نورو له پاره دومره ډیر مفید واقع نه شي، خو بیا هم درسره مرسته کولی شي.

- په ورځني ډول د پښو مینځل او په ښه توګه وچول. هدف دلته دا دی چې په پښو کې پاتې شوي باکتریاوې او مړ پوست لیرې کړل شي. د ګوتو ترمنځ ځایونه هم باید پاک ومینځل شي ترڅو باکتریاوې بیا را ژوندی نه شي. د امکان په صورت کې په بورس باندې مښل، په وچه او زږه ټوټه د پښو وچول او یا هم د باکتریا ضد صابون مرسته کولی شي.

- میکروب وژونکي دارو درمل هم د پښو د بد بوی مخنیوی کولی شي.

- د پاکو جرابو استفاده له تاسې سره مرسته کوي چې په پښو کې مو باکتریاوې بیا ژوندی نه شي. نو هڅه باید وشي چې جرابې باید هر ځل ومینځل شي او پاکي استفاده کړل شي. په دې سره ستاسې پښې به تازه او وچې وي. د جرابو د مینځلو په صورت کې هڅه وکړئ چې جرابې چپه کړې او بیا یې ومینځئ. په دې توګه د جرابو په داخل کې پاتې باکتریاوې هم د مینځلو پرمهال تر ډیره له منځه ځي.

- به ګټوره لار نیمه برخه ایزوپروپیل الکول «د درملنې الکول» او نیمه برخه سرکه د ګډ کولو په صورت کې او بیا په ورځني ډول پر پښو باندې مښل او ان د ګوتو په منځ کې یې استفاده کولی شي چې د پښو بد بوی له منځه یوسي. دواړه تولیدات د پوست له پاره کوم زیان نه لري، خو سرکه په پښو کې فنجونه له منځه وړي او الکول بیا باکتریاوې وژني. په دې کې د خوار یوې یا دوو قاشوقو په اندازه سوډا ګډول هم لا ډیر ګټور ثابتدلای شي.

- د داسې بوټونو په پښو کول چې تازه هوا پکې په اسانۍ سره حرکت وکولی شي. خپل بوټان وچ وساتۍ او په خلاصه فضا او لمر کې پریږدې ترڅو باکتریاوې یې له منځه ولاړې شي.

- په بوټانو کې د لږ مقدار خوراکي سوډا اچول هم د پښو بد بوی په تدریج سره له منځه وړي. د ورځې په تیریدو سره پخوانۍ پاته شوې سوډا پاکه کړئ او تازه سوډا ورباندې واچوئ. هدف دلته یوازې لږ مقدار سوډا ده هسې نه چې د سوډا پوره بوتل خال کړئ.

- د اړتیا په وخت کې که چیرته څوک نه وي، د بوټانو ایستل او پښو ته هوا ورکول هم په تدریجي توګه د پښو د بد بوی مخه نیولی شي.

که چیرته پورته ذکر شوې لارې عملي کړل شي، تر ډیره پورې به تاسې ووینې چې په تدریجې توګه مو د پښو بد بوی کم او یا له منځه تللی وي. په پایله کې تاسې او ستاسې چاپیر خلک به ستاسې له دې غټې ستونزې خوندي شي.

AG(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: