1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د چمن بولدک پولې نښته چا او څنګه شروع کړه؟

۱۳۹۹ مرداد ۱۱, شنبه

د پاکستان د سرحدي ځواکونو او هغو خلکو تر منځ په نښته کې چې افغانستان ته د اوښتو هڅه يې کوله، مرګژوبله رامنځ ته شوې ده. خو د کابل او اسلام آباد له خوا يې د پيلېدو متضادې ادعاوې کيږي.

https://p.dw.com/p/3gGZE
Grenze Afghanistan - Pakistan, Chaman | Protest
انځور: DW/A. Ghani Kakar

کابل او اسلام آباد د افغانستان د جنوبي پولې په اوږدو د نښتو د رامنځ ته کېدو بېلابېل ليدلوري لري. افغان چارواکو پر پاکستان تور لګولی دی چې د توپخانې مرمۍ يې توغولي او پر ملکي وګړو يې ډزې کړي چې ۱۵ تنه پکې وژل شوي، خو اسلام آباد وايي چې افغان ځواکونو لومړی ډزې کړې دي. دغه خونړۍ پېښه د چمن او سپين بولدک تر منځ د غځېدلې پولې پر پاکستاني اړخ پيل شوې وه.

تقريبا ۱۵۰ تنه راټول شوي‌ ول چې اکثريت يې غوښت په افغانستان کې د لوی اختر پر مهال خپلو خپلوانو ته ورشي. دغه خبره عثمان علي وکړه چې د کويټې د سرحدي سيمې کميشنر دی. دغه پوله چې د مياشتو راهيسې د کرونا په وړاندې د مبارزې له کبله تړل شوې وه، د پنجشنبې په سهار‌ د لنډ وخت له پاره پرانيستل شوه. علي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې احتجاج کوونکي هغه مهال راوپارېدل چې پوله يو ځل بيا تر غرمې وروسته وتړل شوه. «سرحدي ځواکونو چې د پولې پر اوږدو ځای پر ځای دي، هوايي‌ ډزې وکړې. هيڅوک پکې مړه نه شول، خو وروسته احتجاج کوونکو پر دغو ځواکونو باندې د ډبرو پر اورولو پيل وکړ.» نوموړي دا خبره رد کړه چې پاکستاني‌پوله ساتو دې پر عامو خلکو باندې ډزې پيل کړې وي. د هغه د ادعا له مخې سرحدي ځواکونو هم ورباندې په متقابل ډول ډبرې وار کړې چې پنځه تنه احتجاج کوونکي يې په دې ډول ووژل.

د افغانستان دريځ څه دی؟

افغان غاړې ته بيا،‌ بهير احمد چې د کندهار د والي وياند دی، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې ۱۵ تنه وژل شوي او اتيا تنه «د پاکستاني سرحدي ځواکونو د مرميو او خال خال ډزو له کبله» ژوبل شوي دي. د هغه په خبره د يوه پوليس په شمول نور ټول تلفات ملکي خلکو ته اوښتي دي. د افغانستان د دفاع وزارت وياند فواد امان په فيسبوک کې ويلي دي چې «د پاکستان د پوځ بريدونو پر افغان خاورې باندې د پنجشنبې په ورځ» نهه تنه ملکيان وژلي او پنځوس تنه نور ټپيان کړي دي. خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر افغان اردو باندې پړه اچولې او ويلي يې دي چې افغان ځواکونو «پر بې چاره ملکيانو…. (او) پاکستاني ځواکونو باندې پرته له پارول کېدو څخه ډزې شروع کړې دي.»

په يوه بيانيه کې راغلي دي چې پاکستاني ځواکونو «يوازې له ځان د دفاع په موخه په عمل لاس پورې کړی دی.»

دغه وزارت دا هم ويلي دي چې «د دغې بدمرغې پېښې په پايله کې ډېر تلفات اوښتي او پر پاکستانۍ غاړې د دولت زېر بنا ته جدي زيانونه اوښتي‌ دي.»

د پاکستان او افغانستان تر منځ‌ ترینګلتيا ډېره ده، چې کابل په وار وار پر اسلام آباد باندې تور لګوي چې طالبانو ته پناه، مالي مرستې او تجهيزات برابروي. پاکستان دغسې ادعاوې ردوي او وايي‌ چې غواړي له خپل اسلامي ګاونډي سره «د ورورۍ» اړيکې ولري.