1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ډیپلوماتیکي لاري د اوکراین جنگ د ختمیدوغوښتنه»

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

د جرمني د سوسیال ډیموکراټانو د گوند مشر، لارس کلینگ بایل د اوکراین جنگ د ختمیدو پخاطر د ډیپلوماتیک حل غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4MCxn
Deutschland Politik l ARD-Sommerinterview mit dem SPD-Vorsitzenden Klingbeil
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

هغه نن یکشنبه په ماینڅ کي د سوسیال ډیموکراټانو په یوه غونډه کي وویل، چي «ځیني وختونه ماته د سر درد راپیدا کیږي، کله چي زه وینم، چي بحثونه یوازي پر وسلو باندي راڅرخي». هغه اضافه کړه چي « زه د شوک سره مخامخ کیږم، کله چي وینم په دې ورځو کي د ډیپلوماسۍ اصطلاح تقریبأ تر پښو لاندي کیږي او تحقیریږي».  
په خبره یې هغه سل په سله کي د دې ملاتړ کوي، چي جرمني اوکراین ته دفاعي ټانکونه ولیږي. ځکه اوکراین باید د نظامي لحاظه تقویه سي، ترڅو «په قوت سره د روسي طرف سره معاملې او مذاکراتو ته ورداخل سي»، خو سوسیال ډیموکراټان لکه پخوا د سولي د نوبل جایزې گټونکی ویلي برانت غوندي، «د یوه طرفه د نظامي لحاظه تقویه کیدل او د بله طرفه پر ډيپلوماسۍ باندي اتکأ کول» هم غواړي.