1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بريد په تړاو نړيوال غبرګونونه

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ مرداد ۳, یکشنبه

لږ تر لږه ۸۰ خلک مړه، څه باندې ۲۳۰ ژوبل شوي دي. د کابل ترهګر بريد نړيوال اندېښمن کړي دي. متحده آيالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او نورو هېوادونو د ملاتړ ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1JUzN
Afghanistan Kabul Selbstmordattentat Trauer
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واک تر راپرځېدو راهيسې تر ټولو سخت بريد وو. د يو سوله يز لاريون په منځ کې دوو ځانمرګو بريدګرو چاودنې رامنځ ته کړې. ۸۰ تنه مړه او څه باندې ۲۳۰ نور ټپيان شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، بانکي مون، ترهګر بريد د يو «کرکې وړ جنايت» په توګه وغانده، چې هدف يې هغه اتباع وو چې په سوله يز ډول يې د خپلو اساسي حقونو له پاره لاریون کړی وو. په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو له خوا په يوه خپره شوې بيانيه کې راغلي دي چې مسوولين يې بايد وړ سزا وويني.

په ټوله نړۍ کې د خواخوږۍ مراتب

د امریکا متحده آيالاتو د «بزدلانه بريد» څخه خبرې کولې. د امريکا متحده آيالات او نړیواله ټولنه يې په خبره د افغان ولس او حکومت ننګه کوي او د هغه چا سره مبارزه کوي چې «ځواکونه يې د افغانستان امنيت، ثبات او ثروت ته ګواښ پېښوي.»

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو استازې، فېدريکا موګريني، او د اروپا نورو استازو د قربانيانو کورنيو او ملګرو ته خواخوږي څرګنده کړه او له افغانانو سره يې د پيوستون غږ وکړ. د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، وويل چې داسې ښايي چې د بريدګرو هدف به دا وو چې هر څومره ډېر انسانان مړه کړي يا يې ژوبل کړي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه «خصوصاً په داسې حالاتو کې مهمه ده چې ټول هېواد په ګډه د تروريزم په وړاندې ودريږي. موږ هيله لرو چې دغه هېواد به يوه سوله يزه راتلونکې ولري.»

آيا د لا لوی ناورين مخه ونيول شوه؟

د لاريون د سمبالونکو په خبره څه باندې ۱۰ زره انسانان په کابل کې سره راټول شوي ول. دوو بريدګرو د چارواکو په وينا د خلکو په منځ کې خپل چاودېدونکي واسکټونه والوځول. د استخباراتو د يوه کارکوونکي په خبره د خلکو په منځ کې يوه دريم بريدګر هم شتون درلود. دا چې په هغه څه وشول، معلومه شوې نه ده.

يوه عيني شاهد ويلي دي چې دريم بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو کله چې يې د ښځو پر يوې ډلې باندې وځغستل. د خپلې تبليغاتي انترنېټي صفحې «اعماق» د لارې د «اسلامي دولت» په نوم ترهګرې ډلې د بريد پړه منلې ده.

د افغانستان ولسمشر، اشرف غني ويلي دي چې دغه بريد «خواشينی» کړی دی. اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله، په تيوتر کې وليکل: «دا په دې دلالت کوي چې ترهګر او ملاتړکوونکي يې د انسانانو ژوند ته احترام نه لري.»

داعش غواړي چې د افغانستان په خلکو کې نفاق راولي

د کابل لاريون د برېښنا د مزو د مسير د تغييرولو په پلوي شوی وو چې ډېري برخه وال يې هزاره ګان ول. دا هغه نژادي ګروپ دی چې په باميان ولايت کې اکثريت تشکيلوي. هغوی د اقتصادي وجوهاتو او ورسره د توپيري چلند له مخې هم مظاهره کړې وه.

د «اسلامي دولت» په نوم سُني تروريستي ډلې په سوريې او عراق کې په پر له پسې ډول پر شيعه ګانو باندې بريدونه کړي دي. په افغانستان کې د يو اقليت په وړاندې د شنبې ورځې بريد د سياسي کتونکو له خوا د شيعه ګانو او سنيانو تر منځ د نفاق اچونې هڅه ګڼل شوې ده.

پر ورته موضوع يو انځوريز راپور، زموږ له آرشيف څخه: