1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کابل د خونړي برید مسوولیت طالبانو منلی

۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبه

د افغان چارواکو په حواله یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته نن د شنبې په ورځ د کابل په ښار کې چاودنه ورکړې چې له امله یې دوه ملکي کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي.

https://p.dw.com/p/2uV6G
Afghanistan Explosionen und Schüsse am Parlament in Kabul
انځور: Reuters/A. Masood

په داسې حال کې چې پر وسلوالو طالبانو د حکومت د سولې د وړاندیز له امله فشارونه مخ پر ډیریدو دي، وسلوالو طالبانو د کابل د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د برید په هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «نن سهار شاوخوا ۹ بجې او لس دقیقې د کابل په نهمه حوزه کې موټر بم ځانمرګی برید شوی دی.» دانش د تلفاتو په هکله وویل چې په دې ځانمرګي برید کې دوه ملکيان وژل شوي او درې نور بیا ټپیان دي. چاودنه داسې مهال کیږي چې په کابل کې زیاتره خلک دغه وخت دفترونو او کارونو ته د تګ په حال کې وي.

په عین وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د برید د موخې په هکله وايي چې بریدګر غوښتل چې G4S په نامه امنیتي شرکت ته ځان ورسوي خو هدف ته تر رسیدو مخکې یې له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړه.

تر اوسه پورې طالبانو د تیرې میاشتې په ترڅ کې وړاندیز شوي د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی. په دې وړاندیز کې له طالبانو سره د اوربند غوښتنه او د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د پیژندلو وړاندیز هم پکې شامل وو.