1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په سړکونو کې د نجونو زورونه زیاته شوې

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبه

په بازارونو، کوڅو او سړکونو کې د نجونو زورولو اوس په افغانستان کې ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي. يو شمیر میرمنې وایي چې د ځينو مزاحمتونو له کبله نجونې د زده کړې، تحصیل او ټولنیزو فعالیتونو چانسونه له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/19RTY
An Afghan woman clad in a burqa walks past a graffiti painted wall, in Herat, west of Kabul, Afghanistan on Thursday, May 13, 2010. (AP Photo/Reza Shirmohammadi)
Graffiti Afghanistanانځور: dapd

په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې ډیر شمیر مدني او تحصیلي سازمانونه پرانیستل شوي دي او په نسبي ډول یې یوه آزاده فضا رامنځ ته کړې ده. خو بیا هم په دې هیواد کې د ښځو پر وړاندې ټولیز ذهنیت بدلون نه دی موندلی.

هغه نجونې چې اوس ښوونځینو او نورو روزنیزو مرکزونو ته ورځي د هلکانو او نازینه و له خوا زورول کیږي. سمیرا په کابل کې د یوولسم ټولگي زده کوونکي ده. هغه پخپله په ښار کې زورول شوي ده. دغه ځوانه نجلۍ وایي چې دغه شان زورونې که څه هم نه شی کولای چې هغه له زده کړو راوگرځوي، خو بیا هم د لویو ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

سمیرا وایي چې یو همټولگی يې هغه ډیره زوروي او آن یوه ورځ د هغې د کور د درواز تر شا رسیدلی وو. سمیرا یادونه کوی چې کله د هغې کورنۍ له دې موضوع خبره شوه نو سمیرا یې گرمه وبلله. هغه زیاتوي: «هغه هلک چې زه زورولم، آن زموږ تر کوره راپسې راغی. کله چې مې ورور هغه ولید نو زما مور ته یې وویل. مور مې راته ډیره په غوسه شوه او راته یې وویل چې ته له هلکانو سره گرځي. خو په اصل کې ما داسې کوم کار نه وو کړی.»

له دې کبله چې میرمنې په یو شمیر ادارو او روزنیزو سازمانونو کې زورول کیږي، هغوی ډیر وخت یوازې په ښځینه محیط کې کار کول غوره گڼي.
له دې کبله چې میرمنې په یو شمیر ادارو او روزنیزو سازمانونو کې زورول کیږي، هغوی ډیر وخت یوازې په ښځینه محیط کې کار کول غوره گڼي.انځور: DW/H. Hashimi

سمیرا وایی یو شمیر کورنۍ د دې پر ځای چې په دغه شان حالاتو کې له خپلو لورګانو ملاتړ او ورسره مرسته وکړي، هغوی گرمې بولي او ورڅخه د زده کړې امکانات اخلي. دغه زده کوونکې زیاتوي: «په داسې حال کې چې یوې نجلۍ هیڅ څه هم نه وي کړي، بیا هم هغه ملامته بلل کیږي. په ځینو مواردو کې هلکان نجونې د هغوی تر کوره پورې څاري. که نجلۍ هر څومره هڅه وکړي چي یو هلک له دې کاره منعه کړي، بیا هم هغوی په خبره نه پوهیږي.»

د ټولنې او کورنۍ اصلاح

هغه نجونې چې د هلکانو له خوا زورول کیږي وایي چې د ځینو ټولنیزو لاملونه له کبله نه غواړي چې د زورونې پېښې له پولیسو سره شریکې کړي. دغه نجونې ټینگار کوي چې د دې ستونزې د له منځه وړلو یوازینی لاره د کورنیو او ټولنې اصلاح کول دي.

لطیفه یوه بله نجلۍ ده چې څو ځله د هلکانو له خوا زورول شوې ده. هغه وایي: «زه خپله چې کله ښوونځي ته زم نو هلکان مې زوروي. زه فکر کووم چې باید کورنۍ او ټولنه هلکان کنترول کړي چې نجونې و نه زوروي.»

که څه هم په وروستیو کلونو کې د ښځو د حقوقو مدافع سازمانونو د ښځو د زورونې د پدیدې د له منځه وړلو له پاره لاریونونه او سیمینارونه په لاره اچولي دي، خو اوس هم دغه موضوع د نجونو او ښځو له پاره لویې ستونزې رامنځ ته کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب