1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل چاودنې لږ تر لږه شپږ انسانان ووژل

آژانسونه۱۳۹۴ مرداد ۳۱, شنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د شنبې په ورځ يوه درنه چاونه وسوه. دغه چاودنه د څلورم ميکرويانو په سيمه کي سوې ده. د مرګ ژوبلي په تړاو لا دقيق معلومات نسته.(آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1GJrE
انځور: W. Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان پلازمېنه کابل د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اګست ۲۲مه نېټه) يوې درنې چاودنې ولړزاوه. د لومړيو معلوماتو له مخي دغه چاودنه د څلورم ميکرويانو په سيمه کي سوې ده. په دغه سيمه کی د ملکي خلکو کورونه دي او بيره سته چي مرګ ژوبله به يې اړولې وي. اټکل کيږي چی دغه به يو ځانمرګی بريد ؤ.

د مرګ ژبلی په تړاو په آژانسونو کي راغلي چي حد اقل شپږ انسانان وژل سوي او تر ۱۰۵ زيات نور ژوبل سوي دي. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش ويلي دي چي «په موټر کي پټ سوي چاودېدونکي توکي د پوليسو په نهمه ناحيه کي د بهرنيانو پر قطار چاودول سوي دي.»

د کابل د يو روغتون مشر سيد کبير اميري ويلي دي چي ورته راوړل سوي زياتره قربانيان ولسي کسان دي. د افغانستان د صحي چارو د وزارت وياند وحيدالله مايار ويلي دي چي لږ تر لږه درې ولسي کسان وژل سوي او ۱۸ نور ژوبل سوي دي. دغه وياند زياته کړې ده چي د چاودنې له کبله ګڼ شمېر ولسي موټرونو ته هم زيان اوښتی دی.

د کابل د جنايي پوليسو قومندان فريدون عبيدي و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي چاودنه د څلورم ميکرويانو په سيمه کي سوې ده. هغه ويلي: «موږ د پيښي او د قربانيانو د شمېر په تړاو پلټني پېل کړي دي.»

د کابل په کومه سيمه کي چي دغه چاودنه سوې ده، د هغه ځای څخه په لږ فاصله د امريکا د متحده ايالاتو سفارت هم واقع دی. د چاودنې وروسته د سفارت څخه د خطر زګنال اورېدل سوی دی.

د کابل د دغې چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. خو طالبانو د تېر کال راهيسي و خپلو بريدونو ته زياتوالی ورکړی دی. هغوی په نژدې وخت کي په کابل کي يو شمېر بمي بريدونه کړي او مسؤليت يې په غاړه اخيستی دی.