1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلينټن او رباني کهر خبري د حقاني شبکي پر څپلو راڅرخېده

۱۳۹۰ شهریور ۲۸, دوشنبه

يو امريکايي چارواکي ويلي، چي د امريکا د بهرنيو چارو وزيري د يکشنبي په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيري سره په درې نيم ساعته خبرو کي يوازې پر دې خبري ټينګار کاوه، چي پاکستان دي د حقاني شبکې ډلي پر خلاف عمليات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/12bzk
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهرانځور: AP

دغه چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط ويلي، چي د هيلري کلينټن او د حنا رباني کهر تر منځ په ټوله کي د تروريزم پر ضد جګړه او په خاصه توګه د حقاني شبکه د دواړو وزيرانو تر منځ لومړی او وروستۍ خبره وه.

 

د حقاني ډله د طالبانو له دريو ډلو څخه يوه او شايد تر ټوله خطرناکه ډله وي، چي په افغانستان کي د امريکا په مشرۍ د ناټو او افغان ځواکونو پر خلاف جنګيږي.

 

د تيري سې شنبې په ورځ د وسله والو طالبانو يوې ډلي په کابل کي په يوه لوړ پوړيزي ودانۍ کي ځای و نياوه او د هغه ځای څخه يې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت، د ناټو پر پوځي مقر او د ملي امنيت ودانۍ تر بريد لاندي ونيولې.

 

دغه جگړه بيا شل ساعته وروسته د ۱۱ ملکي افغانانو، پنځو تنو پوليسو او شپږو تنو اورپکو په وژلو سره پای ته ورسېده.

 

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياندي، وکتوريا نيويلنډ، خبريالانو ته  ويلي: «په ښکاره توګه د تروريزم پر ضد جګړه د اجندا لومړۍ او وروستي خبره وه.» هغې دغه غونډه د ډيري مهمي غونډي په توګه ياده کړه.

 

يو بل لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط خبريالانو ته ويلي، چي کلنټن پلان درلود، چي د حنا رباني کهر سره د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه دوه درې ساعته خبري وکړي، کومي چي ډيري زياته بې باوره سوي دي.

 

دغه چارواکي ويلي: « پر کابل د سپتمبر د ۱۳ بريدونو د دغه غونډي محتوا بيخي بدله کړه. د تروريزم پر ضد د ګډي مبارزې مسله او په خاصه توګه د حقاني شبکې مسله د دواړو وزيرانو تر منځ د اجندا لومړۍ او وروستي موضوع وه.»

 

دغه چارواکي زياتوي: « هغه څه چي موږ وويل، هغه دا دي چي، دا يوه لويه ستونزه ده او پاکستان بايد د هغې حل ته ورسيږي.»

 

دغه چاراکي همداراز ويلي دي چي دواړه خواوو پر مسايلو بحث کړي، پاکستان خپله کولای سي، چي د حقاني شبکې پر خلاف عمليات وکړي او يا هم دواړه هيوادونه کولای سي چي پر ګډه عميلات وکړي. خو دا معلومه نه سوه، چي د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان څخه په دې اړه کوم خاص څه اوريدلي او که نه.

 

دوې ورځي وړاندي په پاکستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير، کيمرون مونټر، د پاکستان ملي راديو سره په يوه مرکه کي ويلي ول: « داسي شواهد سته، چي د حقاني ډله د پاکستان له دولت سره اړيکي لري. دا هغه څه دي چي بايد ودرول سي.»

 

دغي چارواکي زياتوي: « داسي روښانه ګامونه سته چي د پاکستان دولت يي د حقاني شبکي پر ضد پورته کولای سي، زه فکر کوم چي وزيري (کلينټن) په خپلو خبرو کي په ښکاره ډول ويلي، چي د دغسي ګامونو پورته کول هغه څه دي، چي د پاکستان دولت به يې په نظر کي وساتي او د هغې پر ضد به ګامونه پورته کړي.»

 

 اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل