1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کم سنه مهاجرو د «سرپرستۍ بلنه» ولې غندل شوې؟

۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبه

په آلمان کې د ښې اړخو ځوانانو یوه غورځنګ یوازې د بی سرپرسته کم سنه ماشوم مهاجرو د پالنې او سرپرستۍ بلنه ورکړې. خو ويل کيږي چې د «اروپایې هویت غورځنګ» د دې اعلان موخه، هغسې نه ده، لکه په ظاهره کې چې معلومیږي.

https://p.dw.com/p/2r3TH
Österreich Identitäre Bewegung Demonstration Lichterkette Wien
انځور: Getty Images/J.Klamar

په اوس وخت کې په یو شمیر اروپایې هیوادونو کې د یوه داسې غورځنګ د جوړولو هڅه کیږي چې تحریک کوونکي یې ښی اړخه ځوانان دي. دې غورځنګ ته د Identity Movement یا د هویت غورځنګ نوم ورکړل شوی دی.

د دې تحریک پلویان غواړي چې د دوی «لویدیځ عیسوي هویت» پر خپل ځای پاتی شي او له همدې امله يې خپلو هیوادونو ته د ډيرو مهاجرو د راتګ ضد دي.

په دې وروستیو کې د آلمان په شمالي ایالت هامبورګ کې د «اروپایې هویت غورځنګ» ډلې خپلو غړو ته بلنه ورکړې وه چې کوښښ وکړي هر څومره ډیر چې ممکن وي په قانوني توګه د کم سنه او بې سرپرسته ماشوم مهاجرو سرپرستي دې پر غاړه واخلي.

د دې ترڅنګ دا هم ویل شوي دي چې په دې توګه به دغه ځوانان د کم سنه ماشوم مهاجرو د سرپرستۍ په بدل کې د ساعت پر سر له ۱۵،۵ څخه تر ۳۳،۵ ایرو پوري پیسې ترلاسه کړي.

آلمان ته یوازي راتلونکي ماشوم مهاجر د خپلو رسمي کارونو لکه د ښوونځي بدلول او دفتري کارونو په برخه کې مرستې ته اړتیا لري چې دا کار په آلمان کې تر ډیره یو شمیر مرستندویه سازمانونه او داوطلبان کوي.

د کم سنه ماشومانو د سرپرستۍ او پالنې له پاره د خپلو غړو له بلنې څخه د دوی هدف دا دی چې له یوې خوا به دوی د ایالتي حکومت له خزانې څخه د دغو مهاجرو د پالنې په بدل کې یو څه پیسې ترلاسه کړي او له بلې خوا به په دې ډول دوی هڅه کړې وي چې دغه ماشوم مهاجر ونه شي کولی په راتلونکي کې خپلې کورنۍ آلمان ته را وغواړي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ:

د «اروپایې هویت غورځنګ» د خپل دې کار له پاره دليل دا رواړي چې په دې وروستیو کلونو کې آلمان ته په سونو زره کم سنه او بی سرپرسته مهاجر راغلي دي چې د دوی د قانوني سرپرستۍ د پر غاړه اخیستنې په نتیجه کې ډیرو آلمانانو ته د کار او روزګار زمينه برابره شوې ده چې دا کار باید تشویق شي.

همدارنګه د دې غورځنګ یوه ویاند دانیل فیس له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې دوی د کم سنه ماشوم مهاجرو د سرپرستۍ په هکله له کارپوهانو سره هم مشورې کړي دي. فیس زیاته کړې ده چې د دوی غورځنګ د خپلو غړو له پاره د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو بندوبس هم کړی دی چې تر هغه وروسته به دوی ښه روزونکي ثابت شي. د نوموړي غورځنګ ویاند وویل چې د«اروپایې هویت غورځنګ» د دې تر شا هیڅ ډول پټې موخې نه لري.

په دې اړه د هامبورګ ښار د عامه اړیکو او مهاجرو د ادغام څانګې دویچه ویله ته ویلي دي چې د «اروپایې هویت غورځنګ» د دې اقدام هدف یوازي دا دی په کم وخت کې ډیر شهرت ترلاسه کړي او اوس په هامبورګ کې د کم سنه ماشوم مهاجرو قانوني سرپرستانو ته هیڅ ضرورت نشته.

په همدې منځ کې د آلمان د داخلي استخباراتو د ایالتي څانګې چارواکو د «هویت غورځنګ» دغه اقدام غیر جدي بللی او رد کړی دی. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې یاد غورځنګ غیرقانوني فکري دریځ او له خلکو سره د کرکې چلند لري او د دوی دغه اعلان ته هیڅ څوک هم د ټولنیز خدمت د یوې لويي هڅې په سترګه نه ګوري.