1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز جګړه پنځمې ورځې ته وغځیده

۱۳۹۵ مهر ۱۶, جمعه

په کندز کې له پنځو ورځو راهیسې جګړه روانه ده. چارواکو ویلي دي چې اوس هم امنیتي ځواکونه له کندز څخه د طالبانو د ایستلو په هڅو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/2QzfO
Afghanistan | Kampf um Kunduz
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

د کندز ولایت د پولیسو قوماندان قسیم جنګل باغ، وویل چې اوس جګړه د خواجه قلندر په سیمه کې روانه ده. هغه روښانه کړې ده چې د خواجه مشهد او خانکاني سیمې د طالبانو له حضوره پاکې شوې دي.

جنګل باغ وویل: «په خواشینۍ سره چې طالبان د ملکي وګړو په کورونو کې پټ شوي دي. موږ له دې کبله چې نه غواړو ملکیانوو ته زیان ورسیږي، چټک عمل کولای نه شو.»

د پولیسو قوماندان ویلي دي چې د جمعې شپې جګړو له کبله اته تنه یاغیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. د جنګل باغ په خبره د جمعې ورځې په جګړه کې یوازې یو پولیس ټپي شوی دی.

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي زرګل علیمي، ویلي دي چې ښايي د طالبانو له حضور څخه په بشپړه توګه د ښار د پاکولو له پاره تر دوو نورو اوونیو وخت ته اړتیا وي. علیمي زیاته کړې ده چې پر ځینو سیمو اوس هم هاوانونه لگيږي.

نړیوالو امنیتي ځواکونو ویلي دي چې په لومړي سر کې یوازې ۱۰۰ طالبانو د کندز پر ښار برید کړی وو، خو ځایي پولیس بیا وایي چې شاوخوا ۱۰۰۰ طالبانو پر کندز يرغل کړی.

د کندز د عامې روغتیا مشر سید مختار، ویلي دي چې په کندز کې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۲۲۰ کسان بستري شوي دي. له بلې خوا د ملګرو ملتونو د چهارشنبې ورځې د یوه رپوټ له مخې د کندز جګړې تر ۱۰۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

نور مطالب