1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د وچي او لندې مېوې سږني صادرات

۱۳۸۷ دی ۱۳, جمعه

زره هاووټنه وچه اولنده مېوه اوسل هاوو زره جلده پوستونه له کندهار څخه بهرنیوهیوادونوته صادرسويدي.

https://p.dw.com/p/GQl3
د کندهار د ارغنداو ولسوالۍ آنار چي په نړۍ کي يو خاص شهرت لري
د کندهار د ارغنداو ولسوالۍ آنار چي په نړۍ کي يو خاص شهرت لريانځور: DW

دکندهار ولايت دسوداګرۍ دخونومديره هيت فيض الحق مشکاڼی په خبره نه یوازي. دکندهار وچه اولنده مېوه اوپوستونه بهرنيوهيوادونوته صادرسويدي بلکي دخپلولندواو وچومېوو د لاښه خرڅلاو په موخه په درو نورو بهرنیو هیوادونوکښي يې هم د خرڅلاو مارکيټ یا بازار ترلاسه کړی.

کندهار چي زياتره پيداوار يې لنده مېوه لکه انګور او آنار دي او هغه هم خپل ځانګړی وخت لري چي خلک کولای سي په هغه مصروف سي نور ټوله وخت هغه خلګ بې کاره پر کورو ناست وي ولي اوس پدې ولايت کي بې امنيو نوره هم د بېکاريو کچه لوړه کړې ده او خلګ له خپلوسوداګرواودولت څخه غواړي ترڅووطن ته فابريکې راوړل سي اوبېکاره ځوانانوته دکارونو زمينې برابري سي.

خو د سوداګرۍ دخوني مديره هييت مشکاڼۍ بیادانه چي ځوانانوته دفابريکو د راوړلو ډاډ ورکوي، بلکي وايي چي اوس مهال په کندهارکښي 125 فابريکې د بريښنادنه ستون له وجهي په ټپه ولاړي دي دده په اند که دولت د بریښناغم ونه خوري دبېکارۍ ګراف به تردې هم ډير سي او وايي چي دابېکاري بيا کيدای سي دسيمي پرامنيتي وضع هم خپلي منفي اغېزي وشيندي.

د کندهار د کشمشو په سرای کي ځوانان د کيشتې پاکولو پر وخت
د کندهار د کشمشو په سرای کي ځوانان د کيشتې پاکولو پر وختانځور: DW

همدارنګه کرونده ګر اوباغداران هم له بله اړخه ږغ کوي چي موږله ډیرو ستونزو سره مخ یو. ددوی په خبره که دولت له موږسره د آبيارۍ او سیلابونو د مخنيوی د پروژو مرسته راسره ونه کړي باغونه او مځکي به موسيلابونه راڅخه يوسي.چي دابه دهيواد دلندواو وچومېوو پرصادراتوباندي بده اغېزه وکړي.

داپداسي حال کښي ده چي دبې امنيو له وجهي د زراعت اوباغدارۍ په برخه کي هغه لس هاوه بهرنۍ موسسې اوانجيوګاني له کندهاره کوچ کړی، چي باغدارانواومځکه لرونکوته سربيره دساختماني پروژو پرکارولو دمثمرو ونو نهالخانې هم احداثولې اوله بله اړخه يې له باغدارانوسره دنباتي افتونو په محوه اومخنيوي کي هراړخيزه مرستي کولې.