1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کورونو جوړول له سولې سره مرسته نه کوي»

سید ریاض (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۱, پنجشنبه

بارک اوباما لویدیځ اردن ته تللی دی او د فلسطین له مشر محمود عباس، سره یې لیدلي دي. هغه له عباس سره په خبرو کې ویلي دي چې نتانیاهو ته یې دا خبره کړې ده چې د اسراييلو له خوا د کورونو جوړول د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.

https://p.dw.com/p/181xP
انځور: Reuters

بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ په یوه څرخي الوتکه کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې ولسمشري ماڼۍ ته چې په رام الله کې ده سفر وکړ. د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس، د بارک اوباما هرکلی وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له محمود عباس سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «ما له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او نورو اسراییلي چارواکو سره واضیح خبرې کړې دي... او ورته مې ویلي دي چې موږ د کورونو د جوړولو فعالیتونه گټور نه بلو. ما هغوی ته دا هم وویل چې دغه کار مناسب نه دی او له سولې سره مرسته نه شي کولای.»

اوباما زیاته کړه چې هغه اوس هم د یوه خپلواک فلسطین د رامنځ ته کیدو پلوي دی. هغه زیاته کړه: «فلسطینیان د خپل مستقل هیواد لرو حق لري.» اوباما همداراز له فلسطیني چارواکو څخه وغوښتل چې په مستقیم ډول د خبرو اترو میز ته راشي.

شاوخوا ۱۵۰ تنو د بارک اوباما د سفر پر مهال په دغه ښار کې یو لاریون تر سره کړ. لاریون کوونکو «اوباما ستا دلته هر کلی نه کیږي» او «له رم الله څخه بیرته ولاړ شه» په څیر شعارونه ورکول. پولیسو ماڼۍ ته د لاریون کوونکو د ورتګ مخه نیوله.

تر دې سفر مخکې بارک اوباما ویلي وو چې د هغه د دغه سفر موخه د سولې د یوه نوي پلان وړاندې کول نه دي، بلکې هغه غواړي چې د اسراییلي او فلسطیني چارواکو خبرې واوري.

بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ د اسرایيلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د فلسطین او اسرايیلو تر منځ سوله یوه ستونزمنه مسله ده. فلسطینیان د اسراییلو له لوري د یهودي استوګنځایونو د جوړولو سیاست د ادامې له کبله انديښمن دي.
 
د توغنديو برید

رم الله ته د اوباما تر سفر مخکې وسله والو د غزې له تراړې څخه د اسراییل د سویل پر لور دوه توغندي توغولي ول. د غزې تراړه د حماس له لوري کنترولیږي. د رپوټونو په حواله یو توغندی پر یوه کور باندې لګیدلی چې ډیر کم زیان یې رامنځ ته کړی دی او بل توغندی بیا په یوه میدان کې لګیدلی چې کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

تر دې مخکې د تیر کال په نومبر میاشت کې د اسراییلو او حماس تر منځ اته ورځنۍ جګړه شوې وه. په دغه جګړه کې ۱۷۰ تنه فلسطینیان او شپږ تنه اسراییلیان وژل شوي ول. په فبروري میاشت کې هم د اسراییلو د سویل پر لور یو توغندی توغول شوی وو.

لا تر اوسه پورې سپینې ماڼۍ د دغو تازه بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښولی. کومې ډلې هم د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې. رم الله ته د اوباما تر رسیدو وروسته محمود عباس د توغندیو بریدونه غندلي دي.

په پام کې ده چې له لویدیځ اردن څخه تر ستنیدو وروسته به اوباما د اسراییلو د پوهنتون محصلینو ته وینا وکړي. ولسمشر اوباما به د جمعې په ورځ اردن ته سفر وکړي.