1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گازو پر نل ليکه د افغانستان، هند او ترکمنستان تر منځ هوکړه کیږي

۱۳۸۹ آذر ۲۰, شنبه

ټاکل سوي چي نن د ترکمنستان،افغانستان، هند او پاکستان تر منځ د یوې سترې اقتصادې پروژې پر سر هوکړه وسي. د تړون له مخه به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لاري پاکستان، هند او وروسته دجنوبي آسیا نورو ملکونو ته لیږدول کیږي.

https://p.dw.com/p/QVrW
انځور: AP

په همدې موخه افغان ولسمشر حامد کرزی د ترکمنستان پلازمیني عشق آباد ته رسیدلی دی. د اوبلنو ګازو د نل لیکې طرحه پرون د یادو څلورو ملکونو د واکمنو له لوري ترتیب سوې او نن به دست خط کیږي.

د دغې پروژې ټولیز لګښت اوه ملیارده او څه باندي پینځه سوه ملیونه ډالر تخمین سوی دی چي له اقتصادی پلوه به افغانستان ته ډیره ګټه ورسوي.

افغان ولسمشر حامد کرزی، د پاکستان جمهور ریس آصف علي زرداري، د ترکمنستان جمهور ریس قربان قلي بردي محدوف او د هند د تیلو او پترولیمو وزیر مورلي دیوار به دغه تړون لاسلیک کړي. تردې دمخه ویل سوي وو چې د هند لومړي وزیر من موهن سنګ به په دغه تړون دست خط کوي خو د هغه سفر په ناڅرګندو دلایلو ځنډیدلی دی.

دا پایپ لین چي اوږد والی یې ۱۶۴۰ کیلومتره ته رسیږي د ترکمنستان طبیعي ګاز به د دولت اباد له بولوتین عثمان سیمي څخه چي د افغانستان پولې ته نږدې ده، د افغانستان له لاري پاکستان او همدا راز هندوستان ته ولیږدوې. د ګازو انتقال دغه پروژه به په څلورو کلونو کي بشپړه سي او ۲۰۱۵ کال د هغې څخه د ګټي اخیستني نیټه ښودل سوې ده.

د سیاسي او اقتصادي چارو مبصرین په افغانستان کې د جګړې دوام ته په پام سره شک لري چې په ټاکلي وخت به د دغې پروژې کار پیل سی.

د اقتصادي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ښونکی سید مسعود په دې اند دی چې په بنسټیزه توګه د دغه نل لیکي تیریدل افغانستان ته په اوسنیو حالاتو کې ډیره ګټه لري خو نوموړی یې د امنیت په اړه ډاډمن ندی.

Oelpipeline in Alaska
انځور: AP

هغه له دويچه ویله سره په خبرو کي وویل چي د ملک امنیتي حالاتو ته په کتو سره به افغان دولت ته ستونزمنه وي چي د خپلي خاوري د دغه تیریدونکي نل لیکي امنیت خوندي وساتي.

دغه نل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایت څخه په تیریدو د سپين بولدک له پولي د پاکستان خاوري ته ننوزي.

د مسعود وینا ده چي د دغې پروژې په وړاندي په امنیتي ګواښونو سربیره سیاسي لانجې هم په مخکي پرتې دي. او یو شمیر هیوادونه نه غواړي چې افغانستان له دغه پلوه ګټه پورته کړي. اسیایې پراختیایې بانک به د دې پروژې په مالي برخه کې کلیدلي رول ولوبوي.

افغانستان، پاکستان او ترکمنستان په ۲۰۰۱ کال کي هوکړه وکړه چي دا پروژه چي ټیپي نومیږي جوړه کړي خو دا پروژه لکه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کي چي نا امنۍ ځنډولې ول تر اوسه پوري همداسي ځنډیدلي پاته وه.

ددې پایپ لاین له لاری به د ترکمنستان د جنوبي حوزې دیرش ملیونه مکعبه متره ګاز د هند براعظمګي ته ولیږدول سي.

مرويس جلالزی/کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی